د هوښیارېدو لپاره ۲۳ عادتونه

ژباړه عبدالرقیب سایل

هوښيارېدل داسې څه نه دي، چې ممکن په سختۍ یې ترلاسه کړئ مګر تاسې کولی شي چې د وخت په تیرېدو سره خپل عقل په ورځني عادتونو زیات کړی.

په “Quora” سایټ کې یوه پوښتنه په دې ډول مطرح شوې وه، چې څنګه د ورځې په اوږدو کې د خپلې عقلمندۍ زیاتوالي لپاره، څه کولی شو؟

هلته لوستونکو خپل نظرونه او عادتونه له نورو سره په ښکاره ډول شریک کړي وو. له دې نظریاتو ځینې یې زموږ ددې عادتونو ملاتړي دي. دا ټکي کولی شي، چې له موږ سره په عقلمندۍ او پوهاوي کې مرسته وکړي. که تاسې هم کوم ځانکړي عادتونه او ګټور خاصیتونه لری، نو کولی شی چې په دې لېست کې یې ور زیات کړی.

۱. د ورځې لس نظرونه ولرئ!

د ناپوهي بې وزلي په اړه. د ستونزې حل څنګه دی. د فلم په اړه په زړه پورې نظرونه او یا که هر څه تاسې فکر کوئ. دا مهمه موضوع نه ده د نظرونو جوړولو لپاره څنګه مصروف یاست. څنګه ممکنه ده. د کوم څه په اړه، فکر کوی. تاسې ته د یوې نظریې او یا یوې په زړه پورې موضوع لیکلو ته لارښوونه کېږي.

۲. ورځپاڼې ولولئ.

له کومو مهمو واقعو سره چې تاسې مخامخیږئ، نو د ورځپاڼو په لوستلو سره هغه درته اسانه کېدلی شي. خبر وه اوسی او په یاد ولرئ، چې خپلو نظرونو ته مختلفې بڼې ورکړی او له هغو مسایلو سره چې اړیکه نه لري، نو د هغوی ترمنځ ګډ ټکي پیدا کړی ځکه تاسې به په مېلمستیا او د خپلوي په راټولېدنو کې عامې خبرې د ویلو لپاره پیدا کړئ.

۳. له ځان سره بحث وکړئ.

یو څه چې نوي یې عادت ګرځوی هغه خوښ کړی او یو جلا په زړه پورې نظر د هغه په اړه ورکړی، چې هغه ته د هر کس فکر ونه رسیږي. هڅه وکړئ؛ د خپل نظر لپاره، مدارک پیدا کړی. فکر مو پرانیستی ولری. تاسې چې کوم مدارک ښودلي وي، که د نظر مو خلاف و نو په نظریه کې مو بدلون راولی. دغه کار ته هر ورځ ادامه ورکړی، ترڅو د فکر کولو بهرنی مهارت زده کړی. که احساس پیدا کول غواړی نو نیوکیزې مقالې ولولئ. د لیکنې دغه ډول چال چلند له تاسې سره مرسته کوي، ترڅو تاسې وپوهیږی. ځينې خلک څنګه نظرونه توضیح اوبحث پرې کوي؟

۴. له داستاني یا غیر داستاني کتابونو یو څپرکی ولولئ.

موخه وټاکی، چې په اونۍ کې یو کتاب ولولئ. تل کولی شی، چې د خپلو کارونو تر منځ په [اوزګار] وختونو کې کتاب لوستلو ته لاړ شئ. کله چې په میترو کې لاړئ او په ورځني راتګ کې/ هغه وخت چې په کتار کې ولاړ وئ، نو دا لاره ښه ده. هر څه مو چې ولوستل، هغه ثبت کړئ او په ټولنه کې نسبي د کتاب نور لوستونکي پیدا کړئ. داستاني کتابونه د شخصیت پېژندنې او د ژوند جلاوالی لپاره دي، چې له نورو شکلونو ډير ښه دي. غیر تخیلي کتابونه تاسې له سیاست نیولې ان تر ارواپوهنې پورې آشنا کوي.

۵. د ټلویزیون لیدلو پر ځای ښوونیزې ويډوګانې وګورئ!

هر کله چې ستاسې د پام وړ مطالبو په اړه فلمونه موجود وو نو هغه ډير ګټور دي همدارنګه د ښوونیزو فلمونه له تجربو هم ګټه اخیستی شئ. کولی شی چې ښوونیز فلمونه په “Khan Academy“[ یوه انلاین پاڼه ده] په هغه کې پیدا کړئ او یا “TalksTED” ته غوږ ونیسی. هغه اطلاعات چې د فلم په واسطه انتقالیږي؛ له هغې ډير یې د عمل توان لري …، نو کولی شی، چې ډاډمن وه اوسی او هغه ستاسې ذهن سره نښلي!

۶. په زړه پورې اطلاعاتي ورځپاڼو سره ګډون وکړئ.

په ټولنیزو شبکو کې په زړه پورې پاڼې تعقیبب کړی. په همدې سبب تاسې د خپلې پاڼې قید پرانیزی له ګټورو اطلاعاتو سره مخامخ شئ. مثلاً؛ که د ټکنالوجي او ورځني علومو علاقمند یاست، نو ډيجيټل هغه ستاسې لپاره ښایسته کوي او کولی شی، چې په ټولنیزو شبکو کې ډيجيټل تعقیب کړی او په هغه کې د تل لپاره ګډون وکړئ.

۷. هره ورځ ستاسې د علاقې وړ د زده کړې سرچینې  وګورئ.

هر ورځ په سایټونو مثلاً “Quora” ، “Stack Overflow” ، “ډیجيټل” او د علاقې وړ بلاګونو کې وڅرخی؛ ترڅو ستاسې ذهن له زده کړې موړ شي. تاسې د علاقې وړ مقالې د مطالعې، لپاره په یاد ولرئ او د شپې له خوب کولو وړاندې هغه مطالعه کړئ.

۸. څه مو چې یاد کړل هغه له نورو سره شریک کړئ.

که چېرې مو د خپلو نظرونو د بحث او تحلیل لپاره، څوک پیدا کړل نو کولی شی، چې خپله پوهه له یو بل سره شریکه کړی او په دې بڼه نوي لید لوري پیدا کړئ. همدارنګه تاسې به هر وخت وکولی شی، چې خپلې نظریې یو بل کس ته سمې توضیح کړئ. په دې معنا چې تاسې د بحث له مخې، بشپړ تلسط حاصل کړی دی؛ تر دې پورې چې تاسې به مستقیماً د یو چا له لیدو پرته هغه ته خپلې نظریې ورسوئ. له خلکو سره ډيره مینه وکړئ او بلاګ لیکنه وکړئ او په همدې طریقه نورو ته پر کرښه (انلاین) دعوت ورکړئ.

۹.  دوه لړلیکونه برابر کړئ؛ یو ستاسې د کار اړوند مهارتونه، چې په اوس وخت کې یې غواړی او یو بل لړلیک چې غواړی په راتلونکې کې ورته ورسیږئ.

“Google Doc” ستاسې د لېست لیکلو ځانګړی ځای دی. تصمیم ونیسی، چې څه شیان باید په یاد ولرئ. هغه سرچینې چې تاسې ته دغه مهارتونه در زده کوي منطم یې کړئ او هره ورځ له هغې کار واخلئ.

۱۰.  یو لړلیک “ترسره مې کړ” ولیکئ.

د هرې ورځې په اخر کې، هر څه مو چې پوره کړل؛ د هغې لېست په دننه کې یې ولیکئ. دا د دې لامل کېږي، چې کوم کارونو مو ترسره کړي په هغې کې له ښه احساس څخه برخمن وه اوسئ. په ځانګړې ډول که په داسې حالت کې یئ، چې د زړه ماتي او نا هيلي احساس کوئ. دغه موضوع له تاسې سره مرسته کوي، چې خپل کارونه وسنجوئ او پوه شئ. د سبا ورځې د ترسره کولو لپاره، څنګه لېست برابروئ؟

۱۱.  څه مو چې یاد کړل؛ ویې لیکئ.

کولی شی، چې د یو بلاګ لیکنه پرانیزئ. له تاسې سره Inkpad هم مرسته کولی شي. هر څه چې یادوئ، نو یاداښت یې کړئ. دغه کار نه یوازې د ثبت لپاره، چې تاسې یې یادوئ، بلکې یوه انګیزه د ښې سرچینې لپاره ده، چې دې کار ته ادامه ورکړئ. که پوهیږئ! د ورځې په اواخرو کې چې څه مو یاد کړي و، هغه ولیکئ نو په دې سره، ستاسې انګیزه د نویو مواردو په اړ زیاتیږي.

۱۲.  خپل ذهن پراخ کړئ.

ستاسې ورځنۍ ځغاسته سره سم رواني حالت او د ماغزو ارامتیا جریان پیدا کوي. همدارنګه ځغاسته؛ په مناسب وخت کې د فکر او د سختو تصمیمونو نیولو لپاره، ډير مهم دی، چې تاسې یې باید ترسره کړئ او نوي اطلاعاتو ته به لاسرسی  پیدا کړئ.

۱۳.  انلاین دورې وګورئ.

دورې معنا یوه بشپړ سریز یا هر څه چې خپرېدل هغه تعقیب کړئ. لکه، په انلاین دورو کې ځینې کسب ګرو ته ډيرط خوښې وي. مثلاً؛ په “Coursera” کې ګډون وکړی. ډاډمن وه اوسی، چې په خپلو حدودو کې کې کله را ګیر نه شئ. یوه/ دوه دورې پیل کړئ او د هغې له مخې، تمرکز ولرئ.

۱۴.  ستاسې په نظر چې څوک په زړه پورې و؛ له هغې سره خبرې وکړئ.

تر دې پورې چې یو څوک نا اشنا کس هم وي. د اړیکو ساتنې له مخې، له هغوی څخه مه ویریږئ. د هغوی د پام وړ په اړه وپوښتئ، چې څنګه د هغوی علایقو ته لاسرسی لرلی شئ؟

تاسې چې څوک په سختۍ سره پېژندلي وي، نو له هغه څخه زیاته زده کړئ کولی شئ.

۱۵.  هغه کسان چې له تاسې زیات هوښیار دي؛ له هغوی سره بهر لاړ شئ:

له هوښیارو سره، تر هغو پورې چې کولی یې شئ وخت تیر کړئ. هره ورځ باید په لټه کې وه اوسئ، ترڅو چې کوم کس تاسو ته الهام بښونکي وي؛ له هغه سره یوه قهوه وڅښئ او ورسره وګرځئ. تل په عاجزۍ سره، د یادونو لاسته راوړلو پلټنه وکړئ. تر هغه ځایه پورې، چې تاسې وکولی شئ پوښتنه وکړئ. که احیاناً تل د هغو خلکو ترمنځ وئ، چې هغه له تاسې زیات پوهیږي. بله چاره نشته؛ تاسې به هم زیات زده کړئ.

۱۶.  خپلې پوښتنې تعقیب کړئ.

که کوم څه په زړه پورې ووینئ یا یې په اړه واورئ، نو هغه صحنه له لاسه مه ورکوئ. تعقیب یې کړئ. د خپلو اړتیاو په رفعه کولو پسې حساس وه اوسئ او خپلو پوښتنو ته ځوابونه ومومئ.

۱۷.  د  لغاتو له یو اپلیکیشین څخه د ورځې ګټه واخلئ.

د لغاتو لمنه مو پراخه کړئ. له دغه ډول ازمېښتونو مثلاً GRE  یا SATسره موافق وه اوسئ او په ورځنیو تعاملاتو کې له نورو سره، ښه احساس لرونکي وه اوسئ. همدارنګه هڅه وکړئ؛ په بېلابېلو ژبو کې نوي لغات زده کړئ. هڅه وکړئ؛ د ورځې لس لغتونه، له هغې بهرنۍ ژبې چې غواړئ زده یې کړئ په یاد یې وساتئ. ددغه کار لپاره کولی شئ، چې له “DuoLingo“، “LiveMocha” او “Basuu”  اپلیکشنونو څخه ګټه واخلئ.

۱۸.  یو کار له وېرې ډک ترسره کړئ.

” موږ چې کله له ډاډمنې سیمې څخه وځو نو تل دا کار زموږ د عقل له لاسه ورکولو سبب کېږي.” هره ورځ تاسې لږ زیات له نورو وړاندې مسایلو حل ته پام وکړئ. له  Toast Master کلاسونو سره یوځای د ټولو په وړاندې خبرې کول امتحان کړئ. یو پرپوزل تیار کړئ او کاري غونډه په خپل لاسه کې واخلئ. څوک چې ستایئ نو هغه ته یو لیک/ اېمیل ولیکئ اوله هغه سره اړیکه ونیسئ.

۱۹.  نوي ځایونه ونیسئ.

که هره ورځ سفر نه شئ کولی، نو عقلاً باید هڅه وکړئ، ترڅو په زړه پورې څیزونه چې ستاسې په سیمه کې موجود دي هغه پیدا کړئ او له هغې لیده وکړئ. په دې ډول له نویو او بېلابېلو خلکو سره مخامخ کېږئ او نوي حقیقتونه زده کوئ؛ که تاسې یې وګورئ، نو له کور ناستي او د ټلویزیون له لیدلو زیات ګټور دي.

۲۰.  له “هوښیارو” سره لوبې وکړئ.

له لوبو څخه سطرنج او اسکریل( د لغاتو لوبه) ترسره کول، ستاسې د ذهن قوي کولو سبب کېږي. تاسې له دغه ډول لوبو څخه فرصت ترلاسه کړئ. مثلاً د لغاتو له فرهنګ پرته، د اسکریل لوبه کول. همدارنګه د “سودوکو”، “2048”  و  “Doors” جدولونو حلول ډير ګټور دي.

۲۱.  وخت سره زر دی؛ هېڅ کار له ټاکلي وخت څخه پرته مه ترسره کوئ:

زیات وخت یوازې کېناستل الهام بښونکې دي او له مخې یې ستاسې په ټولې ورځې اغیر پرېباسي. همدارنګه هر کار باید په ټاکلي وخت کې ترسره کړئ.

۲۲.    لوبه جوړونکی پیدا کړئ.

یو ډول ساعتیري ولرئ، ترڅو په ورځ کې سم کار بیا وکړئ. د کبانو له نیولو هم کولی شئ، چې زده کړه وکړئ. هڅه وکړئ، چې ځانته د یوې نوې موسیقۍ لار پرانیزۍ او یا د فزیک یو کتاب ولولئ همدارنګه له خپل داستان څخه څو صفحې ولیکئ او نوی کمپوټري مهارت زده کړئ.

۲۳.  څه مو چې یاد کړل په عمل کې یې راولئ.

په اخر کې که یوه نوې ژبه، پروګرام لیکنه او یا د یو نوي ساز لوری مو زده کړی وي، نو ډاډمن وه اوسئ، چې هره ورځ تر هغه ځایه چې ممکن وي؛ له دغو مهارتونو څخه په ژوند کې ګته اخېستلی شئ. پر یو کار اموخته کېدل له اغیزمنو یوه لاره ده، چې تاسې زیات هوښیار وي.