د فوټبال فدراسیون چارواکې وایي؛ د افغان فوټبال ملي لوبډله به د تاجکستان د فوټبال لوبډلې سره نن ماښام د افغانستان په وخت پنځه نیمو بجو دوستانه لوبه تر سره کړي.
افغان فوټبال فدراسیون وایی؛ یاده لو به د اسیا یي چلینج کپ لپاره د تیارۍ په موخه تر سره کیږي.
دوی وایي افغانستان تر دې وړاندې د قزاقستان لوبډلې سره هم ورته لوبه په دوبۍ کې تر سره کړې وه چې صفر د صفر په وړاندې پای ته رسیدلې وه.