د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې راشد خان د پلار فاتحه نن چهارشنبه د ننګرهارپه شاهي ماڼۍ کې واخېستل شوه.

د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د راشد خان د پلار خلیل خان د فاتحې مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي حیات الله حیات په ګډون د ننګرهار ولسونو، د کرکټ بورډ مسؤلینو او ملي لوبغاړو تر څنګ نور ګڼو خلکو هم برخه اخیستې وه او د راشد خان پلار ته یې د دعا لاسونه لپه کړل.

د ننګرهار والي راشد خان او د هغې کورنۍ ته تسلیت ووایه!

(د راشد خان درنې کورنۍ ،او د افغانستان ټولو ولسونو ته د نوموړي د پلار د وفات په اړه تسلیت وایم ،او الله ج ته لاسونه لپه کوم،چې برکتونه یې له کورنۍ لرې مه شه)

والي د ملي لوبډلې لوبغاړي هغه ریښتیني اتلان وبلل، چې د افغانستان بیرغ یې په ټوله نړۍ کې رپولی.

(مونږ په دې اتلو لوبغاړو ویاړو چې،د افغانستان څیره یې نړۍ ته وښودله او زمونږ بیرغ یې په نړۍ کې ورپاوه)

د ملي لوبډلې لوبغاړي وایي د کرکټ ټول لوبغاړي د یوې کورنۍ په شان غړي دي او دا یې د ټولو شریک غم وباله.

کریم صادق د کرکټ یو تن لوبغاړی وایې(مونږ ټول ټیم د یوې کورنۍ په څیر یوو او د راشد سره په دغه غم کې شریک یوو)

راشد خان چې په څهر یې له ورایه د خفګان نښې ښکاریدې له ولسونو مننه وکړه، چې په دې ستر غم کې یې ورسره ځان شریک وباله او په افغانستان کې یې د تل پاتې سولې هېله وښوده.

د کرکټ پياوړي لوبغاړي راشد خان وایې(له ښاغلي والي صیب او د ننګرهار له ولسونو منندوي یم چې په دغه غم کې یی راسره ځان شریک وګاڼه،خدای دې تاسې له غمه وساتي او په اخره کې وایم الله دی زمونږ ګران هېواد کې سوله او امن راولي)

د راشد خان پلار حاجي خليل خان د روانې جدې میاشتې په ۹مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له کبله د پيښور په حيات اباد سيمه کې ومړ او په هماغه سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.