د هېواد مشهور هنرمند استاد منګل بل واده وکړ؟

د هېواد مشهور سندرغاړي منګل استاد نغمې ته له طلاق ورکولو وروسته دويم واده کړى دى، په ټولنيزو رسنيو کې د منګل استاد ډېر عکسونه ښکته پورته کېږي.

استاد منګل ډېر کلونه پخوا له مشهورې سندرغاړې نغمې سره واده کړى و، چې دواړو ډېر عمر ګډ تېر کړ، خو څو کلونه مخکې نغمې له منګل څخه طلاق واخيست او د دوى دا اوږده رشته پاى ته ورسېده.

له هغه وروسته نغمې له يو بل کس سره واده وکړ او په ټولنيزو رسنيو پرې خلکو ډېرې نيوکې هم وکړې. څه وخت مخکې استاد منګل د يوې خپرونې پر مهال په نغمې پسې وژړل، چې د هغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوه، بيا په يوه مرکه کې نغمې د منګل د ژړېدو په اړه وويل، چې که منګل چېرته په رښتيا هم په هغې پسې ژړلي وي، نو په ټلويزيون دې دا خبره وکړي او هغه به ورسره يو ځل بيا واده وکړي.

خو تازه په ټولنيزو رسنيو کې د منګل استاد ځينې عکسونه لاس په لاس کېږي او ويل کېږي چې هغه نغمې ته له طلاق ورکولو وروسته بل واده کړى دى.

که څه هم د استاد منګل يا هم هغه ته نږدې کسانو د هغه د واده په اړه څه نه دي ويلي، خو په ټولنيزو رسنيو کې چې کوم عکسونه خپرېږي، له دې عکسونو څخه داسې ښکاره کېږي، چې هغه په رښتيا هم بل واده کړى دى.

د يادولو وړ ده چې استاد منګل د لغمان اوسېدونکى دى، چې په ١٩٧٠يمه لسيزه کې يې د موسيقۍ نړۍ ته مخه کړه، له ١٩٧٠مې څخه تر ١٩٩٠يمې پورې د استاد منګل او نغمې جوړه سندرې خلکو ډېرې خوښولې او دواړو ډېرې جوړه سندرې ويلي دي. استاد منګل د پښتو تر څنګ په دري ژبه کې هم ډېرې سندرې ويلي دي.

کاپي هنرستان…