د هېواد نوموتې هنرمنده قندي کوچۍ ومړه

د پښتو ژبې نوموتې هنرمنده قندي کوچۍ د ورپېښې ناروغۍ له امله نن مړه شوې ده. ارواښادې په محلي موسيقۍ کې ډېر ستر نوم درلود.

د رسنیو د راپورونوله مخې نوموړي، د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې. خو په خبرونو کې نور څه نه دي ويل شوي، چې څه ناروغي يې درلوده او چېرته وه.

قندي کوچۍ چې خپل نوم يې ګلثوم و، د افغانستان په کندهار ولايت کې زېږېدلې وه، هغه چې کله ١٥ کلنه وه نو له کندهار څخه يې کوټې ته کډه کړې وه او ډېر وخت يې بيا د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم تېر کړى و.

قندي کوچۍ پنځه ماشومان درلودل، چې درې يې زامن او دوه يې لوڼه دي.

د قندي کوچۍ لوى کمال دا و چې هغې په ١٥ بېلا بېلو لهجو سندرې ويلې. هغې له تېرو ٢٨ کلونو راهيسې د پښتو موسيقۍ خدمت کاوه او د امريکا غږ اشنا راډيو په يوه مرکه کې يې څو کاله مخکې دا ګيله هم کړې وه، چې د نورو سندرغاړو په څېر د هنري نمايش موقع نه ورکول کېږي.

قندي کوچۍ بې شمېره پښتو سندرې ويلې وې، چې اوس هم د هغې سندرې خلک ډېر په مينه اوري نه يوازې په کورونو کې اورېدل کېږي، بلکې په هر ځاى کې د هغې سندرې اورېدل کېږي.

قندي کوچۍ په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې هغه د خپلې مرۍ يا اواز ښه ساتلو لپاره ډېر پرهېز نه کوي، بلکې هر څه يې چې زړه وي، خوري يې، ځکه په اواز يې هېڅ تاثير نه کوي. هغې د پښتو ژبې تر څنګ په دري، ازبکي، اردو او نورو ژبو کې هم سندرې ويلې وې.

 

په ټولنيزو رسنيو کې د قندي کوچۍ په مړينه د هغې د سندرو مينه والو د خپګان څرګندونه کړې ده او د هغې مړينه يې د پښتو موسيقۍ لپاره ستره ضايع بللې ده.

کاپي هنرستان…