د هېواد په کچه  درېیمه درجه یا کریډ تري ولایتي سیالۍ پیل شوې

دافغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د ۲۰ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ پنځوس اوریزه سیالۍ په ننګرهار خوست او کندهار کې نن شنبه پیل شوې.

په دغو سیالیو کې ۲۰ لوبډلې په پنځو ګروپونو وېشل شوي، چې درې ګرپونو یې نن په ننګرهار خوست او کندهار کې سیالۍ پیل کړي.

د ننګرهار په غازي امان الله لوبغالي کې لغمان  لوبډلې له کوچیانو لوبډلې سره، خوست  کرکټ لوبغالي کې پکتیکا لوبډلې له غزني او په کندهار کې زابل لوبډلې له فراه لوبډلې سره سیالۍ پېل کړي.

د دې سیالیو به لس غوره لوبډلې دویمه درجه سیالیو ته لاره پیدا کوي.

ګریډ ټو یا دویمه درجه سیالۍ به د روانۍ فبرورۍ میاشت کې ترسره شي.