د هېواد څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسېدلو لپاره بین الافغاني خبرې مهمې دي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله من دی، چې قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د څلوېښت کلنې جګړې او کړاونو پای ته رسولو لپاره د لا پرمختګ هیله وروبښي.

نوموړي دا څرګندونې په دوحه کې له طالبانو سره د دوه ورځنیو خپلمنځي خبرو تر پای ته رسېدو او د یوه هوکړه لیک تر خپرولو وروسته کړې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې د دوحي کې بین الافغانی خبرې ګټور وګڼلې او هیله څرګنده کړې چې ډېر ژر به د سولې خبرو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

په دې ناسته کې د افغان حکومت یو شمېر چارواکو، طالبانو، افغان سیاست والو او مدني فعالانو ګډون کړی و.

په ګډه اعلامیه کې ټولټال اته مادې راغلي، چې پکې په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې د ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه شوې ده.

د اعلامیې په پای کې پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غږ شوی چې د دې ګډې اعلامیې ملاتړ دې وکړي.

په دې ناسته کې متین بېګ، نادر نادري او شهرزاد اکبر هغه درې کسان وو چې دا مهال په افغان حکومت کې دندې لري، خو دوحه کې یې د افغان حکومت استازولي نه کوله.

د طالبانو په استازیتوب هم ګڼو کسانو په دې ناسته کې ګډون کړی و. دا ناسته د جرمني او قطر هېوادونو په ګډ کوربتوب جوړه شوې وه او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په لړ کې درېیمه ناسته وه.