د هېواد ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډه قطر ته لاړه

د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنو ملي لوبډله د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه قطر ته لاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ به د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې په دویمه نېټه پیل او په شپږمه به پای ته ورسیږي.

افغان لوبډله په دغو سیالیو کې درې لوبې کوي، چې خپله لومړۍ لوبه به د حمل په دویمه له کوربه قطر، دویمه به په څلورمه نېټه له عمان او خپله درېیمه لوبه به د همدې میاشتې په شپږمه نېټه له نیپال لوبډلې سره وکړي.

د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، په دغو سیالیو کې د ۴۴ هېوادونو د فوټبال ۲۳ کلنو لوبډلې ګډون کوي.