د وختي ويده کېدو او پاڅېدو ګټې

لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

موږ ته زموږ د ګران پیغمبر (صلی الله علیه و سلم) لارښونه ده چې وختي ویده شواو وختي له خوبه پاڅېږو. د فرانکلن په نوم یو پوه ویلي و چې (وختي ویده کېدل او وختي پاڅېدل سړی روغ، شتمن او هوښیاروي).

 اوس د طب او ارواپوهنې څېړنو د وختي ویده کېدو او وختي پاڅېدو ډېرې ګټې ثبوت کړي دي چې موږ ته پرې پوهېدل ډېر ضروري دي او مهمې یې دادي:

په درسونو کې ښې نمرې لاس ته راوړل

په ۲۰۰۸ کال د ټکساس پوهنتون څېړنو وښودله چې د سهار ځوانان (وختي پاڅېدونکي) د شپې تر ګونګیانو (ناوخته ویده کېدونکو) ډېرې نمرې اخلي. د دوی د نمرو توپیر پوره یوه نومره وه (۳.۵ د ۲.۵ په مقابل کې). ښې نمرې له زده کوونکو سره مرسته کوي چې د مسلکي پرمختګ ښه فرصتونه ومومي.

ډېر فعال او تېز بين کېدل

د هاروارډ پوهنتون بیولوژست کرستوف ردلر په ۲۰۱۰کې کشف کړه چې وختي پاڅېدونکي ‌ډېر فعال او تېزبین دي. دوی په توافق، اوږدمهاله هدفونو ټاکلو او دخپلو کارونو د مسئولیت په منلو کې تر نورو غوره وو.

د ستونزو د پېشبيني کولو د وړتيا زياتېدل

د رډلر څېړنو دا هم وښودله چې د سهار ځوانان د ستونزو په تشخیص او د هغوی په اغېزمن ډول کمولو کې تر نورو تکړه دي چې دوی د لا بریالیتوب پر لور بیایي.

د ښې پلان ګذارۍ وړتيا

وختي پاڅېدونکي خپل سهارنی ارام وخت د تنظیم، هدف ټاکنې او د خپلې ورځې او اونۍ د پلانولو لپاره کاروي. دوی د ورځې په اوږدو کې له خپل وخت څخه موثره ګټه اخلي.

تمرين او فزيکي فعاليت ته  وخت پيدا کول

ګڼ شمېر فعال سوداګر وختي پاڅېږي او تمرین او ورزش ته پوره وخت پیدا کوي. دوی تر نورې کورنۍ او د رسمیاتو تر پیل مخکې ویښېږي او منظم ورزش کوي. لکه چې په تکرار سره وویل شول، منظم ورزش د مزاج د ښه والي، چستۍ، زیاتې انرژۍ او د شپې له خوا د ژور خوب سبب کېږي. فزیکي فعالیت یو تر ټولو لوی ضرورت دی او د روغتیا او ښه بدن متخصصین یې [جادویي دارو] بولي.

ښه او ارام بښونکی خوب

خوب یو الهي نعمت دی. ځېنې پوهان وایي چې که خوب نه وای ټول انسانان به لېونیان وای. د خوب پوهان وایي چې که تاسو وختي ویده شئ او له خوبه وختي ویښ شئ، نو بدن به مو د ځمکې له سرکاډین نظم (Circadian rhythm)سره ډېر په همغږۍ کې وي چې تاسو ته ډېر مستریح او رغوونکی خوب در په برخه کوي. دا نظم د دماغ په هایپوتلاموس کې د یو ساعت ډوله سیستم په واسطه تنظیمېږي چې د ښه خوب په صورت کې انسان او نورو فقاریه حیواناتو ته ارامتیا، انرژی او سکون ورکوي.

ډېر خوشبين اوسېدل

بېلابېلو څېړنو ښودلې ده چې د سهار خلک خوشبین، موافق، قانع او عالي شخصیت لري. ناوخته ویده کېدونکي د نوښت او هوښیارۍ له مخې د ژور خفګان، منفي ګرایۍ او عصبي ګډوډیو څخه ډک شخصیت ښيي.

کار ځای ته اسان او ژر رسېدل

پدې اوسنۍ مصروفه زمانه کې کار ته رسېدل زیاتره د ډېر وخت د ضایع کېدو او ژور روحي فشار سره تړلی وي. زیاتو وختي پاڅېدونکو ویلي دي چې دوی پر خپل وخت کار ته رسېږي او له ګڼې ګوڼې په امان کې پاتې کېږي.

د ارام او استراحت لپاره کافي ساعتونه لرل

هغوی چې کار ته ژر رسېږي، لومړي ارام او بې مداخلې ساعتونه د مهمو کارونو په سر ته رسولو لګوي؛ په تمرکز سره یې ښه تر سره کوي.

کورنۍ ته  پوره وخت

د کار او ژوند تر منځ توازن یو ضرورت دی. اوسنی انسان دومره په کار او پیسو ګټلو کې مصروف دی چې د ژوند اصلي اړخ ته، چې هماغه د کورنۍ له غړو سره د خوښۍ شیبې تېرول دی، وخت نه ورکوي. وروستیو څېړنو ښودلې ده چې کوم کسان چې د ژوند په وروستیو شیبو کې وي، یوازنی ارمان یې دا وي چې کاشکې خپلو کورنیو او عزیزانو سره یې ډېر وخت تېر کړی وای. په دغو شیبو کې یو هم د پيسو او لویو موقفونو ارمان نه کوي. که تاسو د ورځې کارونه مخکې پیل او ختم کړئ، کورنۍ ته به مو ماښام زیات با کیفیته وخت ورکړای شئ. کور ته د کار د راوړو پر ځای به تاسو ارام وکړئ او بېغمه به اوسئ.

د غرمني لنډ خوب لپاره وخت موندل

د غرمې تر غذا مخکې یا د ماسپښین تر لمانځه وروسته نیم ساعت خوب  ستاسو نوښت او کاري نتیجه زیاتوي.

په دعا کې د زيات تمرکز کولو وړتيا

دعا د عبادت مغز دی. دعا تر ټولو غوره عبادت دی چې د انسان نامحدوده ځواک د الله جل جلاله له لایتناهي نامحدود مدد سره وصلوي. د دعا د قبلېدو بهترین شرط دادی چې انسان یې په پوره فکري تمرکز سره وکړي. سهار وختي د انسان فکر تر بل هر وخت متمرکز وي.

د هپنوتیزم او یوګا تمرین کوونکي هم له دې ا صل څخه ګټه اخلي او خپل زیاتره تمرینونه نیمه شپې او یا سهار وختي تر سره کوي، البته د نیمې شپې د لمانځه (تهجد) اهمیت ټولو ته څرګند دی.

د ښې اشتها او متوازنو خوړود خوړلو توان

موږ وینو چې د بوختیاو او اضافي کار له امله زیاتره وګړي بې اشتها دي او ډېر تمرکز پر هغو خوړو کوي چې ضرر یې زیات او ګټه یې کمه وي، یا لږ تر لږه متوازن خواړه نه خوري. وختي پاڅېدونکي ښه اشتها لري او د متوازنو خوړو پر لور ډېر میلان لري.

د ناروغيو مخنيوی

وختي پاڅېدل او متوازن خوب د ډېرو زیاتو ناروغیو په مخنیوي کې برخه لري، لکه د زړه ناروغۍ، د رګونو سختوالی، د هډوکو ماتېدل، د تنفس ستونزې، د خولې او غاښونو روغتیا او پاکوالی.

وروستۍ خبره: راځئ  له خپلې کورنۍ سره توافق وکړو چې موږ به ان شاآلله هره شپه وختي ویده کېږو او سهار د ملا له اذان سره سم به له خوبه پاڅېږو. همدارنګه د غرمې تر غذا مخکې به نیم ساعت خوب کوو.