د ورځنیو خاطرو لیکل ولې مهم دي؟

ليکنه: وحید زهیر

يو کور دی، دې کور کې د کتابونو يوه لويه المارۍ ده. د المارۍ ښي لورې ته يو چا ټول هغه کتابونه ايښي دي چې د ده پر ژوند او فکر يې اغېز پريښی دی.

که تاسې د المارۍ ښي پله خلاصه کړی، د کتابونه منځ کې به مو خامخا پر يو سپين کتاب سترګې ولګيږي. په دې کتاب ليکل شوي:

د بېنجمین فرانکلین خاطرات

مترجم : واحد فقيري

بېنجمین فرانکلېن د امریکا له مشهورو او وتلو موسسینو څخه دی. هغه سياستوال، فیلسوف، ساینټسټ او تکړه ليکوال و. که ساده يې درته ووايم فرانکلېن هغه څوک دی چې تاسې یې پر امريکايي ډالرو انځورونه ګوری.

د بېنجمین فرانکلېن خاطرې لومړيو کې د کتاب په منظور نه وې ليکل شوې. دا خاطرې او تجربې فرانکلېن له خپل زوی سره شريکولې خو وروسته يې کوم ملګري ورڅخه هيله کړې وه چې یادې خاطرې باید د کتاب په بڼه چاپ شي تر څو د نړۍ نور خلک ترې هم مستفيد شي. همداسې وشول د فرانکلېن د اجتماعي او سياسي ژوند د لوړو او ژورو ښه عکاسي دومره خوندوره ده چې په هر چا ډيره ښه اغېزه پريښودی شي. د دغسې لويو انسانانو ژوند ليکونه او خاطرې په ځوانو نسلونو کې د کار، فعاليت او مبارزې روحيه راپيدا کوي.

د فرانکلېن خاطرات د نړۍ په زیاترو ژونديو او مهمو ژبو ژباړل شوي دي او تر اوسه يې خلک له فکر او تجربې څخه اغېزمن کيږي.

عرض دا دی چې په دغه شکل موږ ټول اړ يو چې خپل راتلونکي نسل ته يو څه پريږدو. تاريخ، يواځې مورخينو ته مه پريږدئ. تاريخ لیکلو کې باید ټول ونډه واخلو او د دې کار لپاره یوه ښه لار دا ده چې موږ دې د خپلو ورځنيو خاطرو لپاره کتابچه ولرو.

کتابچه کې د خاطرو ليکلو کلتور باید عام شي. تاسې ګوری نن ورځ ټول په ټولنيزو رسنيو کې خپلې خاطرې ليکي او پر همدغه اساس یې ممکن ډير خلکو ته يو فکر ورکړی وي خو د ټولنيزو رسنيو خاطرې شاید ډير ژوند ونه لري. که موږ غواړو چې زموږه فکر او ژوند دې راتلونکو نسلونو ته ورسي ښه دا ده چې د عمر تر پایه دې باید خپل مشاهدات، فکرونه او احساسات وليکو. هره ورځ خاطرې ليکل موږ ځان سره په حساب-کتاب روږدي کوي او د وخت څخه د ګټې اخيستنې يوه کره شمېرنه (احصايه) په لاس راکوي.

هغوي بختور خلک دي چې خپل فکر، تصور او احساس بل چا ته انتقالولی شي د بيلګې په توګه د ښه ليکوالی، شاعری، ويناوالی او یا رسامی وړتيا ولري مګر هغوي ډير زیات بدمرغه دي چې د فکر د انتقال له هنره عاجزه دي. د خاطرو د ليکلو يوه ښيګڼه دا هم ده چې زموږ ليکوالي ورسره ښه کيږي نو که غواړی نېکمرغه شی بسم الله کړئ.

تاسې پوهيږی چې نن ورځ موږ موبایلونو کې هر څه ته ځانګړي اپليکشنې (Applications) لرو. د خاطرو د ليکلو لپاره يې هم پيدا کوی شی. کوښښ وکړی چې يو ترې ځانګړی کړی او موبایل ته يې ښکته کړی. د ورځې له خوا چې څه سره مخ کيږی هغه موبایل کې ليکئ او بیا مخکې له دې چې د شپې ويده شئ همغه یاداشتونه کتابچې ته ورسوئ.

زه خپله د (Puncher) په نامه يو ساده اپليکشن کاروم. دې اپليشکن کې چې هر څه وليکې، وروسته درنه پوښتنه کوي چې ورځ دې خواشینې تېره شوه او که په خوشالۍ؟ ته يې پوښتنه ځواب کړې او دوي دې د خوشالۍ او غم ورځې بيلې کړي. د دې کار ګټه دا ده که انسان کله ناهيلی کيږي نو پخوانيو ښو ورځو ته دې سر ورښکاره کړي. هغه ورځې چې ښه تيرې شوي هغه دې ولولي. موږ کتابچه کې هم دا کار کوی شو کومه ورځ چې ښه تيريږي په هغه مخ ځانګړې نښه پريږدئ او د خواشينی پر وخت يې لولئ، پام مو ورسره بدليږي او د راجیګدو حوصله درکوي.

يوه بله خبره دا ده چې زموږ د ځوانانو په نسبت پېغلو کې د خاطرو د کتابچو فرهنګ ډير عام دی. تاسې به ليدلي او اوريدلي وي چې دلته مکتبونو کې ډیرۍ نجونې د خاطرو کتابچې ساتي خو دا باید وویل شي چې هغه خاطرې د ورځنيو خاطرو او ياداشتونو سره توپير لري. نجونې د خاطرو کتابچه خپلو ټولګيوالو او استادانو سره شريکوي تر څو د دوي په اړه خپل تاثر او شريکې خاطرې وليکي. په دې ټولنه کې پيغلې ممکن په دې خاطر دا کار کوي چې د مکتب له فراغته وروسته د دوي ليدل او په اړيکه کې پاتې کيدل ډير چانس نه لري. څوک يو ځای او څوک بل ځای لاړې شي او شاید د ژوند تر پایه بيا هيڅ ونه ګوري نو په دې خاطر چې يو څوک دې د خپل يو عمر خورلڼې او ټولګيوالې هېرې نه کړي د هغوي خاطرې ځان سره په کتابچه کې اخلي. که نجونې د همدې خاطرو سره سره د ورځنيو ياداشتونو عادت خپل کړي، ګټه به وکړي.

که دې ليکنې تاسې یاداشتونو او خاطرو ليکلو ته هڅولي ياست، پاڅئ! همدا اوس د ۲۰۱۸ کال يوه ډايري واخلئ او لومړی خاطره مو د همدې ليکنې وليکئ!