په انګلیستان کې په یوه تازه ترسره شوې سروې کې معلومه شوې، چې په اوسط ډول د خپل عمر یو کال ښځو ته په کتو تیروي.
په څیړنه کې راغلي، چې نارینه یواځې نه بلکې ښځې هم سړیو ته په کتو خپل وخت ضایع کوي.
د سروې پایلې ښيي، چې سړی هره ورځ تقریبا ۱۰ ښځو ته ځیر ځیر ګوري، چې په دې سره د ورځې درې څلویښت(۴۳) دقیقې وخت ضایع کوي.
څیړنه وايي، که چیرې نارینو د ژوند په منځني ډول په نظر کې ونیول شي، نو د هغوی د عمر پوره یو کال ښځو ته په کتو تیریږي.
څیړنه دا هم وايي، چې ښځې هم نارینو ته ګوري، خو هغوی یواځې د نارینو په نیمايي دا کار کوي.
څیړنه کاږي، چې ښځې په کرۍ ورځ کې یوازې ۲۰ دقیقې نارینوو ته په کتو تیروي او په دې سره د خپل عمر یوازې ۶ میاشتې سړیو ته په کتو تیریږي.
په یاده سروې کې تقریبا ۳۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.
یاده دې وې، چې په اسلام کې پردیو ښځو/نارینو ته قصدي او په ځیر ځیر کتل د سړیو/ښځو لپاره حرام دي.