د ورځې یو کار وکړئ؛ خو ښه یې وکړئ

ژباړن: خالص ادیب

که چېرې لاندې عادتونه په ورځني ژوند کې خپل کړی، باور لرم که مو روان حالت خراب وي ښه به شي؛ خو که ښو و، خورا به ښه شي.

اول: هره اونۍ یو کتاب مطالعه کړئ، یوازې یو کتاب کولای شي ستاسو ژوند او لید لوری تغیر کړي.

دویم: هره ورځ نیم یا له نیم ساعت څخه زیات ورزش وکړئ.

درېیم: هره شپه مو د سبا ورځې د کارونو لېست ولیکئ؛ ځکه په دې کار سره تاسو کولای شی خپلو ورځینو کارونو ته متوجې او رسېدنه وکړی.

څلورم: هره شپه مو ورځني کارونه د یاداښتونو په کتابچه کې ولیکئ بیا ورباندې فکر وکړئ، ښو کارونو ته مو ادامه او له بده څخه لاس په سر شئ؛ ځکه یوازې یو بد عمل کولای شي ستاسو شخصیت په صفر کې ضرب کړي.

پينځم: هره ورځ شل یا له شلو دقیقو ډېر وخت ورځنیو مهارتونو ته ورکړئ، تر څو نور هم پیاوړي شی.

شپږم: هره ورځ یو مناسب ټایم د عبادت لپاره وټاکئ، تر څو نا ارامه ارواح مو سکون حاصل کړي.

اووم: هره ورځ په کور کې ښه خواړه و خورئ.

اتم : کله چې سهار په خیر پاڅېدی شکر ادا کړئ چې خدای یوه بله ورځ ژوند درکړ؛ نو تر ماښامه د ښو کارونو په لټه کې شئ ترڅو ځان او نورو ته مو خیر ورسېږي.

نهم: هره ورځ حد اقل له یوه نفر سره مرسته وکړئ، تر څو د یوه انسان د ښه ژوند دې تغیر سبب خو شئ.

لسم: نا مناسب تکیه کلامونه هېر کړئ.