د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړه شوې

د یو شمېر نا تائید شویو راپورونو له مخې، امریکایانو او طالبانو په قطر کې هوکړه کړې چې تاوتریخوالی به کموي او په لومړي قدم کې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې عملیات او بریدونه نه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دغې هوکړې سره هم مهاله څو ورځې وړاندې ګډو ځوکونو په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو درې قوماندانان وژلي دي.

د راپورونو له مخې، امریکایان اوس د دغه برید پر څېړنه بوخت دې تر څو معلوم کړي چې دا کار چا او ولې یې کړی یې دی؟.