د افغانستان دفاع وزارت وایي، د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند کروسای سیمه کې یې وړمه شپه څوارلس وسله وال طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې د دغې هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې یې یو مازدا موټر چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي و، هم له منځه وړی دی.