د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان له دوه نورو ملګرو سره وژل شوی

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سیمه ییز اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان له خپلو دوه نورو ملګرو سره وژل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې به ځوابیه برید کې د سیمه ییز اردو دوه سر تېرې هم وژل شوي دي.