د شاهين هغه بازانــو نه قربان شم
د وطن اصلي بچيانــو نه قربان شــم
چې کفن په سر تړلی وطن ساتـي
سر نه تير هغه ځوانانو نه قربان شم
د سرباز که سرحدي وى که محلي
د وطن دغه زمريانو نه قربان شـم
زه افغان به د وطن شعرونه ليـکم
په وطن مين يــارانـو نه قربان شم
شاعر: افغان