د وطن معماران- سیدامرالله امېد

د وطن معماران د هغې ټولګې نوم دی، چې په ۲۷۵ مخونو کې د ۲۰۰۰ ټوکونو په شمېر د متحده ايالاتو د سولې انستيتوت له خوا تازه چاپ شوې ده. د دې کتاب ليکوالان ښاغلی شاه محمود مياخيل او قدرمن څېړنوال عبدالقيوم مشواڼی دی.

په دې ټولګه کې د هېواد د ۲۵ سياستوالو، پوهانو، مخورو او خادمانو په اړه ليکنې او هېواد ته د هغوی د کړو خدمتونو يادونه شوې ده. په دې کتاب کې د محمد داود خان، ډاکټر محمد يوسف، ډاکټر عبدالظاهر، محمد موسی شفيق، شمس الدين مجروح، عبدالمجيد زابلي، عبدالملک عبدالرحيمزي، عبدالله ملکيار، عبدالستار سيرت، خوازک زلمي، ډاکټر عبدالوکيل، عبدالقيوم وردګ، غلام صديق محبي، عبدالرحمن پژواک، عبدالهادي داوي، شېرخان ناشر، فيض محمد خان، محمدګل خان مومند، غلام رسول پرماچ، ګل پاچا الفت، احمد علي کهزاد، حسن خان ګرديزي، غلام محمد فرهاد، سيد جګړن هزاره او ډګروال جمال الدين لنډې پېژندنې شته، چې د کتاب منځپانګه يې غني کړې ده.

دا کتاب د لوړې کچې پر غوړ کاغذ ليکل شوی، پښتۍ يې غښتلې او په محتوی کې يې د يادو شخصيتونو رنګه تصاوير ځای لري.

زه د دې کتاب د چاپ له امله درنو مشرانو هر يو ليکوال، اديب، ژورنالېست او فرهنګي شخصيت ښاغلي شاه محمود مياخيل صاحب او د افغانستان د علومو اکاډمۍ کارکوونکي درانه او قدرمن استاد څېړنوال عبدالقيوم مشواڼي صاحب ته د زړه له تله مبارکي وايم. دا کتاب په معنوي لحاظ د ډېر حساب وړ کتاب دی، هيله مې دا ده چې دواړه قدرمن ليکوالان خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په مستقبل کې په ايرو کې پټ لا ډېر لالونه رابرسېره کړي. په دې هيله چې دويمه ټولګه به د هغو مېرمنو په اړه چاپ او خپره کړي چې د هېواد په سياسي، ملي او حماسي ډګرونو کې ځلېدلي او ولس او خلکو ته يې خدمت کړی.

د دوی د بريا په هيله