د وظیفوي غفلت په تور ۹۲۵ افسران او ساتنمنان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي

د کورنيو چارو وزارت وايي، سږ کال يې د وظيفوي غفلت په تور ۹۲۵ افسران، ساتنمنان او سرتېري نيولي او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، د تېر ۱۳۹۷ کال په پرتله له دې سره سره چې امنيتي ګواښونه موجود و، خو د ملي پوليسو په مرګ ژوبله کې ۱۱ سلنه او محلي پوليسو په مرګ ژوبله کې ۲۶ سلنه کموالی راغلی؛ او سږ کال پوليسو ډېر عمليات په مستقلانه ډول ترسره کړي دي.

د ده په وينا، دغه وزارت له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې شاوخوا ۱۲زره هغه کسان چې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا يې د نيونې قرار ورکړل شوى و، نيول شوي او په روان ۱۳۹۸ کال کې بيا ۱۹۰۰ کسان  نيول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

اندرابي زیاتوي، يواځې په تېرو ۴۵ ورځو کې د ۶۶۵ قرارونو له مخې ۶۳۶ کسان نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

نوموړی وایي، روان کال د ټول هېواد په کچه څه باندې ۱۶۰۰۰ جنايي پېښې ثبت شوي او په تړاو يې ۲۰۵۰۰ کسان نيول شوي، خو د تېر کال د شمېرو په پرتله په جنايي پېښو کې ۲۱ سلنه کموالی راغلی دی.

د کورنيو چارو وزارت د راپور له مخې، روان کال د نشه يي توکو د قاچاق او لېږد د مخنيوي په موخه څه باندې ۳۶۰۰ عمليات ترسره شوي، چې له مخې يې ۹۸ د نشه يي توکو د پروسس فابريکې او ۳۰ ستر زېرمتونونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د ۱۲۷ او ۱۲۸ قرارونو له مخې، ۱۲۷ قرار ۹۸ سلنه پلي شوى او د ۱۲۸ قرار کې پوليسو ۸۱ کسانو نيولي، ۲۳ تنه پوليسو تر تعقيب لاندې او څلور نور يې له هېواده بهر تثبيت شوي دي.