د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړي فرمان د لغمان محبس څخه درې څلویښت تنه بندیان له بنده ازاد شول.
د لغمان څارونوالۍ د چارواکو په وینا دغه بندیان د مجاهدینو د بریا د ۲۷ تلین په مناست د ولسمشر د ځانګړي فرمان په اساس له بنده ازاد شوي دي.
همدا راز د لغمان چارواکو په وینا د ولسمشر دغه فرمان دوه برخې لري چې یوه یې د عفوې او بله یې د تخفیف برخه ده.
په دغو درې څلویښت ازادو شویو بندیانو کې ۳۹ یې لویان او ۴ نور یې کم عمره ماشومان دي.