چهارشنبه , 15 مې 2024

د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

د ټاکنو کمېسیون مشره حوا عالم نورستانۍ وایي د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریز ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیی چې ولسمشر غني ۵۰.۶۴٪ رایو په ترلاسه کولو تر خپلو سیالانو مخکې دي. په دې ټاکنو کې ډاکټر عبدالله عبدالله د ۳۹.۵۲٪ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړی دی.
د روان کال د تلې د ۶ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان څو ځلې ځنډېدلی دی.