د ولسمشر د فرمان له مخې د ننګرهار له محبس ۵۱ بندیان ازاد شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د ولسمشر غني د فرمان په اساس د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي او وقایې په موخه له ننګرهار محبس څخه د څلورو مېرمنو په ګډون ۵۱ بندیان خوشي شوي دي.

همدا راز د ننګرهار ولایت مرستیاله حبیبه کاکړ وایي، د ولسمشر د فرمان په اساس له ننګرهار محبس څخه په بېلا بېلو فرمانونو کې ۲۱۶ بندیان خوشي شوي چې له ډلې یې نهه مېرمنې دي.

خوشې شویو بندیانو ته سپارښتنه شوې، چې کور ـ کلي کې ټولو هغه اړینو لارښوونو ته پام وکړي، چې مسوولینو او روغتیا پالانو د کرونا ویروس مخنیوي په موخه خلکو ته کړي دي.