د ولسمشر د فرمان له مخې ۱۰۰ طالب بندیان خوشي شول

د ملي امنیت شورا ویلي، چې دا بندیان د طالبانو تخنیکي پلاوي هم تائید کړي او د تضمین له ورکولو وروسته، چې بیا به د جګړې ډګرونو ته نه ځي؛ د چهارشنبې په ورځ خوشې شول.