عبدالله عبدالله ته یو شمیر نږدې کسانو رسنیو ته ویلي د زلمي خلیلزاد له لوري له لا هم هڅې راونې دي تر څو د دواړو مشرانو ترمنځ جوړجاړی رامنځ ته کړي، دوی زیاته کړې چې د دې موضوع لپاره به په نږدې ورځو کې به خلیلزاد کابل ته راشي.
عبدالله عبدالله ته یو شمیر نږدې کسانو رسنیو ته ویلي چې لا هم د زلمي خلیزاد له لورې هڅې روانې دي تر څو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ روغه جوړه وکړي.
عبدالله عبدالله چې د ولسمشر غني تر څنګ یې ځان ولسمشر اعلان کړی نوموړي ته نږدې کس فضل احمد معنوي رسنیو ته ویلي که څه هم ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو وروسته سره نه دي لیدلي خو زیاتوي چې په همدې ورځو کې به زلمی خلیلزاد افغانستان ته راشي تر څو د دواړو مشرانو ترمنځ جوړ جاړی رامنځ ته کړي.
تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ناټو د استازولۍ له لوري د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي وړاندیز شوی دی.
په افغانستان کې د دغه سازمان ملکي استازي نیکولاس کې ویلي و چې دواړه افغان سیاستوال دې د سیاسي بحران لپاره د حللاره ومومي.
که څه هم راګ تر دا مهاله د جوړ جاړي موضوع په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې ولسمشر غني بار بار ویلي چې دا ځل د ولس رایو ته په احترام د ملي وحدت او یا په بل نوم حکومت جوړول نه مني.
که څه هم ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کیمسیون له لوري محمد اشرف غني د ټاکنو ګټوونکی اعلان شو خو د ډاکټر عبدالله عبدالله له لورې ورسره ونه منل شو او د ولسمشر غني سره یې په یوه ورځ سپېدار ماڼۍ کې جلا د لوړې مراسم هم ترسره کړل.
له زلمي خلیزاد وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم د دواړو مشرانو ترمنځ د جوړ جاړي هڅه کړې وه، چې پایله یې تر دې دمه منفي ده