د ولسمشر غني د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډول شول

په داسې حال کې چې ارګ د محمد اشرف غني له لوري د لوړې مراسمو لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی، اوس بېرته د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ویلي، چې یاد مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډول شول او ټاکل شوې تر غرمې وروسته ترسره شي.

د لوړې د مراسمو څو ساعتونو لپاره د ځنډولو اعلان وروسته له هغې کیږي، چې بیګا شپه د خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هڅو په پایله کې هم ولسمشر غني او عبدالله عبدالله کوم جوړجاړي ته سره ونه رسېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې ډاکټر عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسمو لپاره د تیاري خبرداری ورکړی.