د ولسمشر غني له خوا امرالله صالح ته یو شمېر واکونه وسپارل شول

 ولسمشر غني کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ته د ځمکې وېشلو او له ملګرو ملتونو، نادولتي ادارو او مدني ټولنې سره د چارو همغږي کولو واک خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره. د افغانستان د اساسي قانون له مخې که ولسمشر نه وي، لومړی مرستیال یې ځایناستی وي او واک یې هم د ولسمشر له خوا مشخص کېږي. د دغه فرمان له مخې- چې کاپي یې په خواله رسنیو کې خپره شوې- د حکومت د چارو د اغېزناک او سم مدیریت او سمون را وستلو” لپاره دا واک ښاغلی صالح ته سپارل کېږي. د دې فرمان دریمه ماده وايي: لومړی مرستیال ولسمشر د خپلو کارونو د څرنګوالي په هکله ولسمشر ته ځوابغاړی دی او د کابینې غونډو ته به رپوټ ور کوي. د ولسمشر غني لوی سلاکار وحید عمر له بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې دا فرمان لاسلیک شوی، خو لا هم رسمي خپور شوی نه دی. ښاغلی صالح د ملي امنیت لوی ریاست مشر تېر شوی او د افغانستان په امنیتي برخه کې یوه وتلې څېره بلل کېږي.