د ولسمشر لومړی مرستيال

 شکیل احمد سعید

د افغان هېواد ۵۰۰۰ کلن تاريخ له پيله تر ننه دا روښانه کړې ده چې تورې ، مېړانې د جنګ سنګر تود ساتل خرپ او ترپ جکړې او له دې وراخوا د مېړانې نور سخت کارونه پښتنو ګټلي او ګټي يې … او د تاريخ د کتابونو د پښتنو د مېړانې داسې کرښې ښکلي چې په نړئ او ځانګړي ډول د افغانستان چم او ګاونډ کې يې سارې نه ليدل کېږي د پښتنو د مېړانې د قيصو او تاريخ په زرينو پاڼو ليکل شوې يوه ترې د ميوند جګړه يادولی شو ،د وخت د ټولې نړې د زبرک ځواک انګليس کابو ټوله نړې نيولې وه ، او چې کومه چې تر خپل نيواک او ګونډو لاندې نکړای شوه هغه دغه غيرتي خاروه او د افغانانو ټاټوبی افغانستان دی. انګليس سره په هغه وخت کې هېچا مقابله نه شوه کولي نه په سياسې ، نه په اقتصادي او نه په پوځي برخه کې . د پيرنګي پوځ د افغان مجاهدينو سره د ميوند په دښته کې داسې حالت کې مخامخ شو چې افغاني پوځ نه وسلو ، لوږې او تندې سره نور ماتې سره مخامخ شو ، خو دافغانانو وياړ او باتورې او باشهامته پېغلې ملالې په يوه چغه چې : که په ميدند کې شهيد نه شوې ، خدايګو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتېنه په دې پښتنې نارې سره دښمن داسې ناتار جوړ شو چې د دښمن کابو دولس زره لښکريې ګوډ ماټ کړ . دا او دې ورته نور وياړونه او صوبې پښتنو او د پښتنو مشرانو ته ور په برخه دي . خو کله چې برخه پر سياسي دريځ راڅرښېدلې نو خبره تردې رارسیدلې چې هغه د سنګر  لاسته راوړنه مو هم  له لاسه ورکړی دی ، څه وخت وړاندې ولسمشر حامد کرزي صيب دمايک له لارې دا خبره ولس ته روښانه کړه ، چې تل مو جنګونه ګټلې او سياست مو بايللی ، نو ما پرږدئ چې سياست وګټم ، مانا چې دې چارې ته اوس د پښتنو مشران  ځير شوي او دا يي درک کړې په دغه برخه کې مشکل لرو، دا چې دغه مشکل ولې نه حلېږي شايد ډېر زيات علتونه ولري او د تبصرې ډېرې خواوې به په کې وي ، خو زه يو عام پښتون درته د پښتنو مشرانو له منځه يو څه د سترګو ليدلي حال درسره شريکوم چې کېداي شي دا يي هم يو د سياسي سټېج بايلښت وي . د يو افغاني ټيم سره مخ شوم چې ډېر باشعوره عالمان ، وطن دوسته ، په مالي او نفوذې لحاظ ښه قوي او په سياست کې ډېر زيات سوليدلې او دغه درې لسيزې ټول د ښه او بد سهنې ورته معلومې وې . ددې ټولو شمېر لسګونه و ما هم د دوي غونډې په شوق سره برخه اخېستله چې دوی په دومره شمېر کې راټوليدل ، او د دوي عالمانه نظريو ما ته هم ستر اميد راکړ او له ځان سره مې ويل چې که خير وي افغانان نور غربت ، ادارې فساد او پرې ورتپل شوې جنګ نور خلاصيږي ، ځکه چې يو ستره او عالمه ټولنه يې په برخه شوه. څو شانداره او سترې غونډې مو سره منظمې کړې ، خو د ورځو نه يوه ورځ ده چې په مشرتوب کې يو څه اړي ، غړي راپيداشو مشر له چوکې لرې شو بل وټاکل شو منظور نه شو ، پسي بل ، پسې بل پسې بل او بالاخره دغه ستر روشنفکرانو ، ملي نخبه ګانو ټولې څلور تنه ته راغلي چې يو مشر بلې لومړي مرستيال ، بل يې دوهم او پاتې دريم کس يې دريم مرستال وټاکل شو، زه بيا هم ما يوسه نه شوم ما ويل دغه څلور ستر کسان هم په وران ويجاړ هېواد کې ښه دي . بيا څه وشول باور به مو رانه شي دغه څلور کسان هم په يوه لاره لاړ نه شول ، بيا هم دوه پارټۍ شول چې يو يو مشر او دويم دويم يي مرستال ، حلاتو ودردولم ځګه دغه ټولي يو ستر کار لپاره د هېواد سولې پرمختک او ترقۍ لپاره ډېر ښه پلانونه او ډېر ښه سپورټران (تمويلوونکي) درلودل ، دغه دوه مشران او مرستالان چې پاتې شول اړيکي ورسره يو څه بې خونده شوې . لا څه ډېرې ورځې تېرې نه وي چې هغه مرستالان هم سره جلا شوي ول او مشران هم يو په يوه لاره تللي و او بل په بله ، او په منځ کې اقتصادې خبره دومره کوچنې وه د دغه هر يو خپلو حجرو (ديرو ) لګښت راپورته شوې شخړې د پيسو دوه برابره زياد دي نتيجه دا شوه چې څه بلجيم ته ورک شول څوک امريکا څوک اروپا او پاتې نور هم په همدې لارو ورک راورک شول . خبره مې لومړې مرستيالۍ کوله يوه اوونۍ وړاندې دولسمشرکرزي لومړی مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د پرې اخته ناروغۍ له وجې مړ شو دفاتحې مراسم خورا اوږده شول پر هغې نه غږېږو ، تر مرګ وروسته يې پلويانو او ملګرو داسې ګونګوسې خپرې ګړې چې ګوندې پخوانې مرستيال زمونږ د جمعيت له ډلې دې او بل کس چې ټاکل کېږي زمونږ له ډلې به وي ، همداسې وشول هغسې چې اټکل کېده ولسمشر حامد کرزي د جمعيت اسلامي او نظار شورا يو بل مهم غړی يونس قانوني د خپل لومړي مرستيال په توګه وټاکه. د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوې اعلاميې کې ويلي چې؛ د سه شنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د جهادي مشرانو او سياسي شخصتونو په يوې غونډه کې د رايو په اکثره له دې پرېکړې ملاتړ وشو ، او باور ګيږي چې يونس قانوني به د پارلمان څخه خپله د باور رايه ترلاسه کړي ، زه وايم دغې ته د سياست ګټه او تاوان وايي ، ځکه چې دغو خلکو فرض کړې افغانستان په هر ډول حالت کې ځان شريک ګڼې او نه پرېرګېږدي سياسې سټېج ترې څوک ونيسي،خو بدبختي د پښتنو ده چې همېشه يې خپل منځ کې نفاق غوښتی دی او تل لکه د مۍ ددانو پشان په يوه اړخ رغړي،که پښتانه غواړي چې خپل ځان،مقام او منزلت ښه پايه دار ه وساتي نو د اتفاق لمنه دې ټينګه کړی،ترڅو خلکوته دا روښانه کړي چې پښتنو همېش دا خاوره ګټلې،اوس يې هم ګټي او بيا به يې هم وګټي اوکه چېرې لکه د اوس پشان يوبل ته کندرې وباسي نو باور مې نشي چې دادبسوګۍ واده به وشی.