د ولسي جرګې د رئيس په ټاکلوکې نن هم ونه توانېد ل

د ولسي جرګې د رئيس د ټاکلو لپاره د چهارشنبې د ورځې هڅې هم له ناکامۍ سره مخامخ شوې او په رايه ورکولو کې وکيلان بيا هم ونه توانېدل چې کوم کانديد د جرګې د رئيس په توګه انتخاب کړي.

دا ځل دغه رياست ته، خان محمد وردګ، خان اغا رضايي، صديق احمد عثماني او عبدالستار رحيمي ځانونه کانديدان کړي وو.

په ذکر شويو کانديدانو کې يو هم د رياست لپاره د پنځوس جمع يوې رأی په ګټلو بريالى نه ‌شو.

شاوخوا يوه نيمه مياشت کېږي چې د نوې ولسي جرګې د رئيس د ټاکلو لپاره لانجې روانه ده.