د ولسي جرګې د ریاست لپاره سبا له سره ټاکنې کیږي

د ولسي جرګې وکیلانو پریکړه کړې، چې د دغې جرګې د ریاست څوکۍ لپاره به له سره ټاکنې کوي.

د ولسي جرګې وکیلان وايي، چې د ریاست څوکۍ پر سر د روان کړکیچ د ختمولو لپاره د دوشنبې په ورځ  د اختلافي رايې پاڼې پر سر له سره رایه اچونه وشوه، چې په  پایله کې اکثرو وکیلانو د رد رایه ورکړه.

د دغې جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال رسنیو ته ویلي، چې د اختلافي رایې د تائید او یا رد لپاره وکیلانو ۱۲۰ د رد او ۹۰ د تائید رایې ورکړې.

قلاتوال زیاته کړه ټاکنې دویم پړاو ته لاړل او د ننګرهار وکیل ملک قیس ملکزی د مؤقت رئیس په توګه وټاکل شو، چې د سې شنبې په ورځ به ولسي جرګه بل پړاو ټاکنو ته ځي

د قلاتوال پر وینا، د سه شنبې په ورځ به نوي کسان ځانونه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره نوماند کړي او هر چا چې په دغو ټاکنو کې د ولسي جرګې د کورنيو دندو له اصولو سره سم ټاکل شوې رایې وګټلې، هغه به د دغې جرګې د رئیس په توګه اعلان شي.

د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر لانجه وروسته له هغې راپورته شوه، چې د دغې څوکۍ لپاره په لومړي پړاو ټاکنو کې د میر رحمان رحماني د یوې رایې پر سر د وکیلانو تر منځ اختلافات پیدا شول.

د ولسي جرګې د وکیلانو ترمنځ دغو اختلافاتو شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړ او د وکیلانو ترمنځ د لفظي شخړو تر څنګ څو ځل فزیکي شخړې هم رامنځ ته شوې.