د دې څوکۍ لپاره درې کسان نوماند دي (میر افغان صافی، احمد جاوید جیحون او عبدالشکور واقف حکیمي) دي.
درې واړو نوماندانو د رایو تر اچولو مخکې ویناوې وکړې.
د ولسي جرګې مشرۍ ته که هر یو نوماند پنځوس جمع یوه رایه خپله کړي، نو د ولسي جرګې د رئیس په توګه به معرفي شي، خو دا هر څه به د رایې ورکولو له بهیره وروسته روښانه شي.
له شاوخوا یوې میاشت ناندریو وروسته ولسي جرګې د تېرې دوشنبې په ورځ د رایو ورکولو له لارې چې په ترڅ کې یې د تېرو ټاکنو جنجالي رایه باطله وګڼله او میررحمن رحماني ریاست ته لار ونه موندله.
د دوشنبې رایه ورکونه د هغې جنجالي رايې پر اعتبار وه، چې له امله یې رحماني ونه توانېد ریاست ته ورسېږي.
د کورنیو وظایفو د اصولو له مخې کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني دواړه بیا ځانونه نشي نومولی.