په ولسي جرګه کې د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر د روان جنجال په دوام نن د ولسي جرګې موقت رئیس د کوچني اختر وروسته په دغه جنجال د بحث د بیا پیلیدو غوښتنه وکړه؛ خو یو شمېر نورو وکیلانو دغه غوښتنه ونه منله.
د کندهار له ولایت څخه په ولسي جرګه کې یو استازي ګل احمد کمین ویلي، یو شمېر وکیلان د اختر تر وروستیو د پارلمان د بندیدلو د وړاندیز سره موافق نه وو، نو ځکه ترهغې نېټې د پارلمان د تړلو وړاندیز ونه منل شو.
د ولسي جرګې د دارلانشا یو چارواکي هم ویلي، چې سبا به پارلمان پرانیستی وي؛ خو دغه چارواکي وویل، فکر نه کوي، چې ډېر وکیلان به کار ته حاضر شي.
د نږدې دوو اونیو راهیسې، په ولسي جرګه کې د دغې جرګې د رئیس د ټاکلو لپاره ټاکنې جنجالي شوي او وکیلان په پرله پسې اوږدو بحثونو او غونډو کې رامنځ ته شوې، ستونزې ته د حل په موندلو کې پاتې راغلي دي.