د ولسي حرکت غړو له طالبانو سره داوربند او سولې په اړه خبرې کړې

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، له وسله والو طالبانو سره يې په هېواد کې د اوربند، سولې او د امريکايانو پر وتلو خبرې کړي دي.

شاوخوا لس ورځې مخکې د سولې ولسي حرکت غړو د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د دغه ولايت موسى کلا ولسوالۍ ته پلى حرکت پيل کړ او  يادې ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم د وسله والو طالبانو له لوري ونيول شول او نا معلوم ځاى ته ولېږدول شول؛ خو د جمعې په ورځ بېرته را خوشي شول.

د دغه حرکت مشر اقبال خيبر وایي له طالبانو سره یې د اوربند، سولې، د امريکايانو پر وتلو او د سولې ولسي حرکت د فعاليتونو په تړاو خبرې کړي خو د طالبانو ځواب يې تر اوسه نه دى ترلاسه کړى.