د ولس استازي ښاغلي دي خو د قانون تطبیق د ټولو غوښتنه ده

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې د پارلمان غړي د ولس استازي او د قانون جوړوونکي دي او ټول یې درناوی کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې وکیلان تر بل هر چا د قانون په ارزښت پوهېږي او په عملي کولو کې دې مرسته وکړي.

نوموړي، چې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او پولیسو ترمنځ د رامنځته شوې وروستۍ لانجې په اړه د خلکو له ځينې نماينده ګانو او د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ سره وکتل ټینګار وکړ، چې هيڅوک د چا د سپکاوي حق نه لري او پولیس مکلف دي قانون پر ټولو يو ډول پلی کړي.