د ولس خبرې د اخترلپاره اړینې دي

لیکوال: ذبيح الله شاکر

افغانان د اختر لمونځ ادا کولو او دعا کولو په حالت کې

دا پروگرام ددې ځاى پر کېکاږلو سره اوريدلى شئ

په افغانستان کې له ډيرو پخوا وختونو راهيسې ځينې ورځې د ولس له خوا په خوشاليو، مېلو او جشنونو لمانځل کېږي، چې اخترونه هم په دغه ليکه کې راځي.

پخوا هم په افغاستان کې اختر و، خو کله چې د اسلام دين راغی، نو پرځای يې دوو نورو اخترونو هم په افغانستان کې رواج وموند، چې يوکوچنی اختر (عيدالفطر) او بل يې لوی اختر (عيدالاضحی) نومېږي.

عيد دعربي ژبې يوه کليمه ده، چې دبيرته راګرځېدو او خوشالۍ مانالري او په افغانستان کې هم ځينې خلک عيد ورته وايي، خو ډېری خلک يې (اختر) بولي.

دا چې (عيدالفطر) او (عيدالاضحی) له کومه وخته پيل شوی، په کابل کې د مرکزي استناف د محکمې قاضي، صديق مسلم داسې وايي:

دوه تنه د اختر لونځ نه وروسته اختر مبارکي کوي.

د اختر په ورځوکې خلک دخپلو خپلوانو ليدو ته ورځي، نوي کالي اغوندي، خوشالۍ کوي او مېلې او جشنونه جوړوي

محمد صديق مسلم

”( عيدالفطر او عيدالاضحی ) يا لوی او کوچني اخترونه د هجرت په دوهم کال، يانې له نن څخه (١٤٢٦) کاله وړاندې اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) له خوا اعلان شول.

د اخترونو په لومړۍ ورځ مسلمانان په جوماتونو کې راټولېږي او د خطبې په ويلو سره دوه رکعته واجب لمونځ ادا کوي“.

 

د اختر په ورځوکې خلک دخپلو خپلوانو ليدو ته ورځي، نوي کالي اغوندي، خوشالۍ کوي او مېلې او جشنونه جوړوي. د کابل ښار يو اوسېدونکی نعيم په دې اړه داسې وايي:

”زه د ټول کال په اوږدو کې نه شم کولای چې، د خپلو خپلوانو او ملګرو ليدو ته ورشم، ځکه چې ډېر کارونه لرم، خو په اخترونو کې له هغوی سره ليدای شم.

اخترونه دخوشالۍ ورځې دي، نو بايد خلک په دغه ورځ خوابدۍ يوې خواته کړي او يو له بل سره پخلاشي.

د حضرت محمد(ص) وينا ده چې:” بايد خوابدۍ يوې خواته پرېږدئ او خوشالۍ وکړئ“.

په کابل کې د انګليسي ژبې کورس يو ښوونکی، نسيم غيرت داسې وايي: ”زه تېرکال له يوه دوست سره خفه وم،

لمونځ کوونکي

د اخترونو په لومړۍ ورځ مسلمانان په جوماتونو کې راټولېږي او د خطبې په ويلو سره دوه رکعته واجب لمونځ ادا کوي.

محمد صديق مسلم

کله چې اختر راغی نو ورسره پخلاشوم، ځکه حضرت محمد(ص) ويلي: ” په اخترونوکې خوشالي وکړئ او خپګان له منځه يوسئ“.

خو داچې اخترونه بايد څو ورځې وي، په دې باب قاضي صديق مسلم وايي: ” کوچنی اختر چې دروژې ترمياشتې وروسته راځي يوه ورځ او لوی اختر درې ورځې دی.

په لوی اخترکې مسلمانان اختری (قرباني) کوي. ددغې قربانۍ خښته (٣٩٢٧) کاله پخواد ابراهيم (ع) له خواکېښودل شوه،

چې بيا وروسته داسلام دين هم دغه دود ومانه او تراوسه پورې مسلمانان په همدغه ورځ قربانۍ کوي“.