د ولس د یووالي او سمون مشاعره ترسره وشوه

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سیمه کې د سلګونو کسانو په ګډون د  ولس یووالي او سمون تر عنوان لاندې پسرلنۍ مشاعره وشوه.

د میدان وردګو چارواکي وایي له تېرو شپږو کلونو راپدېخوا دا لومړی ځل دی،چې په سیداباد ولسوالۍ کې کیږي .

د میدان وردګو ولایت مقام  د یوې خبرپاڼې له مخې دغه مشاعره،چې د سیداباد ولسوالۍ د شتې ټوپ په یوه شاعرانه سیمه کې جوړه شوې وه،په کې د یادې ولسوالۍ د مسؤلینو سربیره ګڼ شمېر مخورو،دیني عالمانو او ځوانانو برخه اخیستې وه .

د سیمې یو تن دیني عالم او د مشاعرې ګډونوال مولوی محمدین محمدي وویل : د سیداباد ولسوالۍ د کلیوالي سیمو خلک نور د دوی په سیمو کې له جګړو ستړي شوي او د مخنیوي به موخه یې هم ډېرې هلي ځلي کړي .

ده زیاته کړه، د همدغه هلو ځلو په ترڅ کې نن د مشاعرې له لارې د شعر په ژبه د اولسونو په منځ کې د یوالې او سولې پیغامونه خپروي او دوی هیله مند دي،چې د امنیت د تامین او سولې د رامنځته کېدو لامل به وګرځي .

د میدان وردګو ولایت د فرهنګي چارو آمر جاوید کلیوال وویل د شعر ژبه خوږه او بې کچې تاثیر لرونکې ده او کولای شي،چې د اولسونو په منځ کې رامنځټه شوې فاصلې په ښه توګه لمنځه یوسي .

هغه زیاته کړه، په کلیوالي سیمو کې مشاعرې جوړېدل او په هغې کې د سلګونو کسانو ګډون کولو له امله زموږ فرهنګي او کلتوري دودونه هم ژوندي پاتي کیدلای شي .

د مشاعرې په ترڅ کې لسګونو شاعرانو د جګړې ضد،سولې، امن،یوالې،فساد ، پسرلي،مڼې ګل او نورو موضوعاتو ته لیکلي شعرونه ګډونوالو ته واورول،چې د هغوی له لورې په تودو چکچکو بدرګه شول.