د ولس ملاتړ او د سرتېرو پر روحیه یې تاثیر

لیکوال: سېدالرحمن ویال

افغان امنیتي ځواکونو د جګړې سره اور ته ځانونه د سپر په څېر نيولي؛ تر دوی د اور لمبې را تاوېږي، خو نه پرېږدي چې ددې اور لمبې ولس وسوزوي؛ دا خاوره ورته د مور حیثیت لري او د مور دفاع پر ځان فرض ګڼي؛ د خاورې هر دښمن یې په منډه کړی، خو د جګړې د کرښې همدا سرتېری له خپل ولسه څه غواړي؟

د کب نهمه د سرتېرو ملي ورځ ده، په دې ورځ مې له ځینو سرتېرو وپوښتل، چې له ولسه څه هیله لرئ؟

ډېرو یې لنډ راته وویل، چې زموږ ملا دې را وتړي.

حیرانوونکې ده، هغه سرتېری چې د ولس لپاره هرې قربانۍ ته تیار دی؛ یوازینۍ هیله یې داده، چې خپل خلک یې ملا ور وتړي او  ولس یې دومره بې شعوره دی، چې د سرتېرو دا هیله یې هم نه ده پوره کړې.

هغه د ډاکټر احسان الله درمل خبره، چې په یوېشتمه پېړۍ کې زموږ په مهمو شعارونو کې دا هم دی، چې وطن مه ورانوئ، له نظامه ملاتړ وکړئ او … . نورو خلکو ته خندا ورځي، چې پوه شي، موږ اوس هم خپلو خلکو ته دا خبرې ور زده کوو.

د ولس ملاتړ له خپلو سرتېرو د دښمن پر مخ کلکه څپېړه او سرتېرو ته د غرور او جرات احساس ورکول دي؛ که ولس د سرتېرو ملاتړ او مرسته وکړي، د دې وطن هیڅ دښمن به نه په مخامخ جګړه کې او نه د فکري جګړې له لارې بریالی شي، چې دې وطن ته زیان ورسوي، ځکه چې د ولس له ملاتړ سره د سرتېرو روحیه غښتلې کیږي او یوازیتوب احساس یې له منځه ځي، په رواني لحاظ غښتلي کیږي، د جګړې پر مهال ورسره د هیواد د ټولو وګړو د ملاتړ احساس ملګری کیږي او د ولس ملاتړ په جګړه کې د سرتېرو بری حتمي کوي.

نو د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړئ؛مه پرېږدئ، چې د سرتېرو روحیه کمزورې شي او د دې جګړې اور ستاسې تر کورونو در ورسېږي.