د ولېبال ۲۴ لوبډلو ترمنځ د افغانیو ترویج په موخه پیل شوې سیالۍ د چپرهار کلا شېخ لوبډلې وګټلې

د پچیر اګام ولسوالۍ په دوسرکه سیمه کې د درې ولسوالیو د ۲۴ ولیبال لوبډلو ترمنځ د ولیبال پیل شوې سیالۍ د جمعې په ورځ پای ته ورسېدې او اتلولي یې د چپرهار کلا شېخ ولېبال لوبډلې وګټله.

د افغانیو د ترویج په موخه د پچیر اګام، خوګیاڼو او چپرهار ولسوالیو د ولیبال ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ولېبال پیل شوې سیالۍ د جمعې په ورځ پای ته ورسېدې او اتلولي یې د چپرهار کلا شېخ لوبډلې وګټله.

دا لوبې وړمه جمعه د پچیراګام ولسوالۍ په دوسرکه سیمه کې پیل شوې وې او د تېرې جمعې په ورځ پای ته ورسېدې.

د ولېبال دا سیالۍ د پچیراګام ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په همغږۍ د سپین غر ځوانانو د همغږۍ شورا لخوا د افغانیو د بشپړ ترویج په موخه ترسره شوې، چې د ۲۴ لوبډلو شاو خوا سلو لوبغاړو پکې ګډون کړی و.

د لوبو تنظیموونکي خلیل انځور وویل، چې د ولیبال سیالۍ د جمعې په ورځ پای ته ورسېدې، لومړی مقام یې د چپرهار کلا شېخ لوبډلې، دویم مقام د پچیر اګام ولېبال لوبډلې او درېیم مقام یې د چپرهار ولسوالۍ حافظانو ولېبال لوبډلې وګاټه.

په ننګرهار کې اوس زیاتره ولسوالۍ امن شوي او ولسونه یې د ملي مسایلو د لا پیاوړتیا لپاره له ورزشي لارو چارو کار اخلي، چې ښه مثال یې د افغانیو د ترویج په برخه کې د ولسونو پراخه ونډه او د پروسې بریالي کېدل دي.

درانی