د وينا آداب

لیکنه : محمدعلی عمری

تقریر او وينا په اسلام کي ددین دعوت او د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ضروري ذریعي ګرځول شوي دي په دې مقصدسره دجمعې او دواړو اخترو اوپرځینو نوروموقعوباندې خطبې ویل مقرري شوي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل نبوت اعلان دیوه اثرلرونکي او مدلل خطاب په وسیله کړئ دئ په خطاب کښي اثر لرونکي لهجه او اندازاختیارول چي پرخلګو باندې ددې اثر وشي دابده خبره نه ده درسول الله صلی الله علیه وسلم خطبې به دعربي ژبې په لحاظ ډېره واضحه ساده اوجامع اثرلرونکي او له معنی څخه ډکي وې دغزوة حنین وروسته دحجة الوداع په موقع باندې او داډول پرنورو موقعو باندې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم څه خطبې کړي دي هغه اوس هم اثر لري البته په دې کښي ظاهري نمایش رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دئ خوښ کړئ او فرمایلي یې دي: هلک المنتتعون

دحدیث شارحینو لیکلي دي چي د ٬ منتتعون٬ څخه مراد هغه خلګ دي چي په فصاحت او بلاغت کښي تکلف کوي٬ او دظاهري نمایش دپاره دآخیره څخه اواز راباسي ( مرقاة ص ۶۱۱۴)

په یوه بل روایت کښي دي چي په تاسو کښي به ترټولوزیات مبغوض او دقیامت په ورځ له ماڅخه لیري هغه خلګ وي چي بد اخلاق ولري ثرثارون ٬ وي احتیاط نه کونکي وي دپسخندپه څېر خبري کونکي ٬ متشدقون٬ وي او په کبر خبري کونکي وي. ( مشکاة بحواله بیهقي عن ابي ثعلبه الخشني کتاب الشعر)

په تقریر کښي د درواغو واقعې موضوع او بې سنده روایتونه نقلول له کبیره ګناهونو څخه دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چي چاقصد پر ما دروغ وویل نو دهغه ځای جهنم دئ ترڅوچي دیوه مستند کتاب دعالم څخه تحقیق ونه شي هراورېدل او لیدل سوئ روایت نقلول جایزنه دئ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي دیوه سړی ددرواغجن کیدو دپاره کافي ده چي هغه هعر اوریدل سوئ روایت نقل کړي. کفا بالمرء کذبا ان یحدث بکل ما سمع٬ مسلم ص ۱۸۱

صحابه کرامو په دې باره کښي دومره احتیاط کاوه چي کله به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په منسوب کولو سره روایت بیانوئ نو له ویرې څخه به خولې پرې را ایله شوې٬ او داحتیاط په توګه به یې په آخرکښي داهم فرمایل٬ او کما قال رسول الله صلی الله علیه وسلم٬ افسوس چي زموږ په زمانه کښي غیرمحتاط وعظ کونکي او تقریر کونکي محض دخپل تقریر دښایسته کولو دپاره دخپل تقریر دبرابرولو دپاره په بې احتیاطۍ سره صحیح او غیر صحیح روایتونه استعمالوي.

ځیني خلګ له خپل فطري صلاحیت څخه فایده په دې ډول سره اخلي چي دوعظ خرڅلاؤ شروع کړي دخپلو تقریرو قیمت وټاکي او دسامان په ډول دچنو وهلو څخه هم کار اخلي دایودېر بد عادت دئ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار د دقیامت له نښو څخه ګڼلئ دئ چي خلګ خپله ژبه دمعاش ذریعه وګرځوي.

(مشکواة بحواله مسند احمد بن ابي وقاص کتاب الشعر)

هو که یو سړی امر بالمعروف او نهي عن المنکر خپل مقصد ګرځولئ وي دیوې دیني ادارې یا اسلامي حکومت له خوا ددې کار امر ورته سوئ وي نو دهغه دپآره ددې تنخوا اخیستل جایزده داډول دمسلمانانو په غوښتنه باندې کوم خلګ چي دلیري سیمو سفروکړي دهغو دپاره دکرایې پیسې اخیستل یا دخلګو له خوا څخه دڅه غوښتنې پرته پخپله مرسته کول او دغه مرسته قبلول دا ټول جایز دي.

( اخذ ٬ ٬ کتاب ٬ حلال وحرام)