د ویاړونو څښتن، کرس ګیل.

د ویسټ انډیز ښي لاسی توپوهنکی کریس ګیل چې په تېرو دولسو لوبو کې یې ټولې ۱۹۹ منډې جوړې کړې وې د پاکستان خلاف په څلورو منډو د سوځېدو ورسته د ویسټ انډیز کرکټ مشر دیوکیمرون په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، ګیل نشته منډو لاړې، په هر حال دا ستا لپاره د تقاعد پېغام دی.
مګر ګیل په وروستۍ لوبه کې چې له زمبابوې سره وه د کرکټ زیات ویاړونه په خپل نامه کړل، نوموړي د نړیوال جام په تاریخ کې لومړۍ غبرګه سلیزه ووهله، د نوموړي په ۲۱۵ رنزونو کې چې ۱۶ پکې یوازې شپږېزې وې، دا ویاړ په خپل نامه کړ، ددې تر څنګ نوموړي د کرکټ په تاریخ کې لومړنی توپوهونکی دی چې د ټیسټ په سیالیو کې یې درې غبرګې سلېزې، په یو ورځينو سیالیو کې دوه غبرګې سلېزې، او په شله اوره سیالیو کې د سیلزو ویاړ لري.
د ګیل په دغه ډول حیرانونکې لوبې د ویسټ انډیز بل پیاوړي لوبغاړي ووین رچرډز د ګیل ستاینه وکړه او وې ویل: دغه ډول لوبه د نړۍ تر ټولو تکړه توپوهونکي ترسره کولی شي.