د ویسټ انډیز ځوان لوبغاړي د افغانستان له ملي ټیم او افغانانو بښنه غوښتې

د ویسټ انډیز ځوان منډه جوړوونکي نیکولاس پوران د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم او د افغان کرکټ له مینوالو بښنه غوښتې ده.

د ویسټ انډیز ځوان منډه جوړوونکي پوران د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم او د افغان کرکټ له مینوالو بښنه وغوښتله.

دغه ځوان منډه جوړوونکی نیکولاس پوران نومیږي، چې د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۱) له افغانستان سره د دریو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبې کې یې بال په نوک ګرولی و، تر څو بال خراب شي او سوینګ یې لا زیات شي.

دې ته د کرکټ په اصطلاح بال تمپرینګ وايي، چې د کرکټ نړیواله شورا یې جرم ګڼي او بال د اصلي بڼې بدلولو زیان د مخالف ټیم منډه جوړوونکو ته رسیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د دغه کار له کبله پوران د ۲۰ اورونو له څلورو لوبو بند کړ او د لوبغاړو د کرکټر، دسپلین او ورزشي اخلاقو په حساب یې ځینې نومرې هم کمې شوي دي.