د «و» او «وو» استعمال

د مفرد لپاره یو واو (و) او د جمعې لپاره دوه واوونه (وو) وکاروئ

 

ناسمې بڼې:

حامد کرزی څه باندې دوولس کاله د افغانستان ولسمشر وو.

 

حامد کرزی او عبدالباري جهاني د ماشومتوب ملګري و.

 

د کابل ښکلاو زړه رانه وړی دی.

 

د لونو په موسم کې هوا ډېره ګرمېږي.

 

احمد په کابل کې د یوې خصوصي لېسې ښونکی دی.

 

سمې بڼې:

حامد کرزی څه باندې دوولس کاله د افغانستان ولسمشر و.

حامد کرزی او عبدالباري جهاني د ماشومتوب ملګري وو.

د کابل ښکلاوو زړه رانه وړی دی.

د لوونو په موسم کې هوا ډېره ګرمېږي.

احمد په کابل کې د یوې خصوصي لېسې ښوونکی دی.

 

بحث:

په پښتو ژبه کې دوه ډوله واو دی چې یو د مفرد نومونو د مرستیال فعل په توګه راځي او بل د جمع نومونو د مرستیال فعل په توګه راځي. که څه هم چې د فونولوژۍ یا غږپوهنې له اړخه د پښتو ژبې واو په څلور ډوله دی، خو هغه یوه ډېره تخنیکي ګرامري مسئله ده او زده‌کړه یې په متن کې هېڅ مرسته نه کوي. موږ به دلته د واو پر هغو اړخونو بحث کوو چې په کره متن لیکلو کې راته اړین دي.

 

۱: یو واو (و):

یو واو (و) له مفردو نرینه نومونو سره د مرستیال فعل په توګه راځي. د بېلګې په توګه:

حمزه بابا ډېر ښه شاعر و.

 

په دې جمله کې ګورو چې د حمزه بابا لپاره یو واو کارول شوی، ځکه حمزه بابا مفرد نرینه نوم دی. په دې جمله کې کوم اصلي فعل نه‌ شته نو ځکه (و) په جمله کې د فعل ځای نیولی.

 

دلته یې بېلګه لولو:

حامد کرزی څه باندې دوولس کاله د افغانستان ولسمشر و.

په دې بېلګه کې ګورو چې حامد کرزی مفرد نوم دی، ځکه یو واو ورته کارول شوی. که په دغه حالت کې څوک دوه واوونه ولیکي، تېروتنه یې کړې ده.

 

۲: دوه واوونه (وو):

دوه واوونه له جمع نومونو سره د مرستیال فعل په توګه راځي. د بېلګې په توګه:

احمد کور ته لرګي راوړي وو.

 

په دې جمله کې ګورو چې لرګي جمع نرینه نوم دی او په پای کې یې دوه واوونه کارول شوي دي. دا که د لرګي پر ځای هر ډول نرینه نوم راشي، دوه وواونه ورته کارول کېږي؛ خو په دې شرط چې جمع وي. د بېلګې په توګه که راشي چې (احمد او ملالۍ بازار ته راغلي وو) بیا هم سمه ده؛ ځکه موخه یوازې نرینه نوم نه دی، بلکې د احمد او ملالۍ د جمع‌والي څرګندول دي. دلته یې بېلګه لولو:

 

حامد کرزی او عبدالباري جهاني د ماشومتوب ملګري وو.

 

په دې بېلګه کې ګورو چې حامد کرزی او عبدالباري جهاني جمع شوي او ځکه نو دوه واوونه ورته راغلي دي. که څوک دوو یا تر دوو ډېرو نومونو ته یوازې یو (و) وکاروي، لویه تېروتنه یې کړې ده.

 

۳: نور موارد:

پر پورته یادوو شوو ځایونو سربېره داسې نور ځایونه هم شته چې باید دوه واوونه پکې وکارول شي.

لومړی حالت:

ټول هغه نومونه په دوو واوونو جمع کېږي چې جمع یې د (اوې) په بڼه راځي. لکه (شورا) کلمه چې جمع یې (شوراوې) راځي؛ یا هم (ښکلا) کلمه چې جمع یې (ښکلاوې) راځي. دغسې کلمې که په اوښتې بڼه لیکل کېږي، باید په دوو واوونو ولیکل شي. دلته یې بېلګې لولو:

د کابل ښکلاوو زړه رانه وړی دی.

په دې جمله کې ګورو چې د (ښکلا) کلمې جمع (ښکلاوې) راځي، خو کله یې چې جمع بڼه په مغیره یا اوښتي حالت راځي، بیا باید یو بل واو هم واخلي چې جمع شي.

 

دویم حالت:

کله چې کلمه په پای کې تیار یو واو ولري، د جمعې لپاره بل واو هم ورسره کېږي؛ ځکه د جمعې وروستاړی (ونه) دی او دواړه واوونه یې لیکل کېږي. دلته یې بېلګې لولو:

 

پړاو + ونه = پړاوونه

کړاو + ونه = کړاوونه

 

پلو + ونه = پلوونه

د لوونو په موسم کې هوا ډېره ګرمېږي.

 

په دې بېلګه کې ګورو چې (لو) واو لرونکې کلمه ده؛ کله چې د جمعې وروستاړی (ونه) ورسره کېږي نو هغه هم یو واو لري، په داسې حال کې باید دواړه واوونه ولیکل شي. که دا ډول کلمې په یوه واو ولیکل شي، ناسمې دي.

 

درېیم حالت:

کله چې په یوه کلمه کې دوه واوونه ادا شي، باید دواړه ولیکل شي. د بېلګې په توګه:

 

احمد ښوونځي ته تللی.

په دې جمله کې ګورو چې لومړی یو واو د (ښو) ادا کېږي او بیا دویم واو د (ونځي) کلمې؛ له دې امله باید دا کلمه په یوه واو و نه ‌لیکل شي. دلته یې بله بېلګه لولو:

 

احمد په کابل کې د یوې خصوصي لېسې ښوونکی دی.

 

په دې بېلګه کې ګورو چې په (ښوونکی) کلمه کې دوه واوونه ادا کېږي. لومړی واو په (ښو) او دویم په (ونکی) کې ادا کېږي. په دې توګه باید دا ډول کلمې هم په دوو واوونو ولیکل شي.

 

که څوک غواړي کره متن ولیکي، واوونه مراعاتول ورته ډېر اړین دي. له بده مرغه زموږ ډېر پښتانه پوهان پر دغو مسایلو نه پوهېږي

کاپي…