د يتيم چیغه

لیکنه: محمد يعقوب نائل

د ماشوم ځمکه او اسمان هم ډېر لوی نه وي، لمر او سپوږمۍ ورته د يوې ټيکلي په څېر برېښي، د نړۍ لکونه او کروړونه د کوچنيانو په نظر کې تر شلو زيات نه وي او هر څه ورته په نظر ډېر کم ورځي. د دوی ځمکه او اسمان، د کور شړۍ او کمبل د خپل ژوند ټوله اسره یې يوازې مور او پلار وي.

د نړۍ لوی – لوی غمونه چې د لويانو ملا ماتوي په کوچنيانو چندان تسلط نه لري او د حوادثو زورورې سېلۍ د دوی له شونډو خندا او خوشحالۍ نه شي وړلی، دوی په روانه جګړه کې خپل کاغذي پتنګان په هوا کوي او خاندي.

ماشومان ټول په جنت کې وي، د مور غېږه د ماشوم لپاره جنت ده، د مېندو تيونه د شيدو لښتي دي، لنډه دا چې تر څو ماشوم – ماشوم وي، د اندېښنو سره نه وي بلد، د دنيا له غمونو داسې بې غمه وي لکه په دې کړېدلي، غم لړلي دنياګۍ کې چې بيخي نه وي او په بل جهان کې اوسي.

خو زه درته د هغې ماشومې نجلۍ کيسه کوم چې اوس د پلار له سوري بې برخي شوه او د تره سره مي په ښار کې وليده، دا ځل هغسې خوشحاله نه وه لکه پخوا چې به ښکارېده بلکې دا د نورو ماشومانو څخه بېله وه، د غمونو لويو څپو يې د خپل بدن د ځينو خوږو غړو هم خلاصه کړې وه.

تاسو پوهېږئ! چې دا ستر نه بښونکی جرم د چا له خوا په دې مظلومي بې چاره ماشومې شوی ؤ؟ هو: دا هغه وخت ؤ چې د اشغالګرو ځواکونو طيارو ړندې بمبارۍ وکړې؛ نو ددې په شمول ددې د کورنۍ څلور – پنځه هغه غړي چې دې پرې خپلې هيلې او ارزوګاني تړلي وې هم شهيدان شول.

دا چې يوازې ليدو يې دومره وزورولم؛ نو طاقت مي ونه شو، د زغم کاسه مي ډکه شوه او د تره نه مي پوښتنه وکړه: چې په دې ماشومي نجلۍ څه شوي؟ دا خو مخکې ما ليدلې وه هغه وخت روغه وه!! په ځای ددې چې تره يې خوله خلاصه کړي او ځواب ووايي، ماشومې راته په خپله معصومه ژبه داسې کړه: کاکاجانه! زه د خپل مور او پلار يکي يوازې هغه لور وم چې هغوی به په ما باندې ډېر نازېدل او په ناز – ناز به يې غټولم. کله چې به د اختر ورځې رانزدې شوې؛ نو پلار به مي ښار ته راوستم، زما په خوښه به يې راته کالي، بنګړي، نکريزي، ګلان او هغه څه چې د ژوند اړتياوي ورباندې پوره کيږي هر څه به يې راته پوره کړل او له ځانه سره به مي کور ته راوړل. شاوخوا د کلي همزولي نجوني به مي خبري کړې چې راشئ وګورئ! د اختر په خوشحالۍ کې مي پلار راته څومره ښه شيان اخيستي دي.

هې! تاسو ګورئ! دا مي کالي دي، دا مي نکريزي دي، د اختر په شپه به خپل لاسونه او پښې سرې کړم، دا مي بنګړي دي، دا مي ګلان دي او دا مي…. ورځ تېره شوه کله چې شپه راغله؛ نو ما او د ترور لور به مو مستي کوله، يو بل ته به مو کيسې کولې، بالښت به مو نه ؤ؛ خو تر ناوخته پورې به د نيا او نيکه سره ناستې وو، چې ناڅاپه د لاندې لور نه د يو مردار بوږنوونکي غږ په بدرګه يو څو طيارې راغلې، په ديکښې يو ناڅاپي درز شو چې زموږ چم ولګېد، ډېوه مړه شوه او يوه وېروونکې تياره خپره شوه، نيا مو له مهربانۍ په موږ باندې ځان خوره کړه. له ځانه سره مي يو څو غلي اسويلي واورېدل چې زموږ د کور ځينو غړيو زګېروي وو.

ددې وروسته مي نه څه اورېدلي او نه مي هم څه ليدلي، څه وخت وروسته راته درک وشو چې زه په روغتون کې پرته يم، ما د خپل زوړ عادت له مخې خپل مور او پلار غوښتل، په څنګ کې مي د خپل نيا او نيکه د لټون لپاره غوښتل لاس ووهم، ګورم چې لاس مي تر بغله پورې نشته، يوې سترګي مي هم کار پرې ايښی ؤ.

اوسمهال د خپلوانو کره اوسم، دوی راته وايي چې پلار – مور او د کور نور غړي دي ژوندي دي؛ خو دا چې دغه شپه راته ياده شي؛ نو پوره درک راته وشي چې اوس زه په دې نړۍ کې تنها ژوند کوم او د لوی خدای نه پرته بل څوک نه لرم.

اې خلکو! تاسو وګورئ! څومره بد رنګه شوې يم! لاس مي نشته! سترګه مي نشته! پلار نه لرم! مور نه لرم! په ماشومتوب کې امسا ته مجبوره شوم، زه خو نور په دې نړۍ کې ژوند نه غواړم، زه د خپل مور او پلار څنګ ته ورتلل غواړم، زه د ځان وژنې په چل نه پوهېږم. بس په همدې پوهېږم چې لويه خدايه! هغه څوک هم زما په حال کړې چې زه يې په دې حالت کړم.