د يوې پېړۍ داستان، له زرګونو لوړو ژورو سره

د هندي سينما د سل كلن جشن په وياړ

ليكوال: آنا ام. ام. وتیکاد

ژباړه/ نورولي سعید شینواری

بياري په هند كې يوه مروجه ژبه ده، خو تر اوسه يې په اړه ډېرى هنديان معلومات نه لري، بله دا چې ((بياري)) د هندي سينما له لومړنيو اصيلو فلمونو څخه هم شمېرل كېږي او اوس دا فلم د روان كال ((د هند ملي فلم)) جايزې ته هم ونومول شو.

كه ځير شو د هندي ټولنو د فرهنګ او كلتور د څرنګوالي په اړه د دغه هيواد له سينما پرته بله كومه داسې ښه او غوره وسيله هم نشته چې خلكو ته معلومات په لاس وركړي.

په دې مو هم بايد سر خلاص كړو چې د هندي سينما تر لومړني فلم ((راجا هارېش چندرا)) وروسته دغې سينما د سل كلن بهير په ترڅ كې ډېرې لوړې ژورې وليدلې، خو بيا هم داسې فكر كېږي چې ((هاريش چندرا)) د هند د ملي فلم له جايزې څخه هم ماورا او لوړ دى.

 دا فلم كه څه هم په خپل وخت كې دومره ونه ستايل شو او اوس زياتره نړيوال هندي سينما د نڅا او سندرو پرته بل څه نه بولي، مګر په دې هم بايد پوى شو، چې ((بياري)) او ((ديول)) فلمونو په خپل وخت كې د غوره فلمونو جايزې په دې نه دي ګټلي چې د سندرو او نڅا له مخې يې اعلى كاركردګي ښودلې وه.

د بياري فلم په كيسه كې د هند په ساحلي او جنوبي برخه كې د مسلمانانو د ټولنيز ژوند ډېر تت انځور راخستل شوى دى، دا فلم ښيي چې هلته سختو مذهبي قوانينو او د ټولنې رسم و رواج په ښځو څومره بده اغېزه ښندلې ده، خو ديول فلم چې په ممبۍ كې جوړ شوى، دا بيا د سياسي او ټولنيزې اوضاع ښكارندوى كوي، داسې چې د ((برت)) كلي يو فقير د خداى د ليدلو دعوه كوي او په دې كار سره يوه سياسي لوبه پر مخ بيايي.

اوس مهال په هندي سينما كې هر څه د پيسو په زور او د پيسو لپاره كېږي، هغه داسې چې وديا بالن خپل كالي د ((ډرټي پكچر)) فلم لپاره وويستل، او د پخوانۍ اداكارې ((سليك اسميتا)) په ژوند يې د پيسو په خاطر فلم جوړ كړ، خو د غوره فلم جايزه هم (( اونير)) فلم ته چې د (( مې هو نا)) فلم ډايركټر لخوا جوړ شوى و وركړل شوه دا فلم د ښځو د زېږونونو، د هندوانو او كشمير د مسلمانانو په اړيكو جوړولو، له ماشومانو څخه د بدې جنسي استفادې او همجنس بازانو په اړه جوړ شوى و.

دغه راز يو تاملي فلم  ((ارانيا كانډم)) د خپل نړيوال شهرت له كبله د غوره فلم جايزه واخسته، دا فلم د پوهنتون د يو بوډا او له جنسي پلوه د ناتوانه استاد كيسه كوي چې زيات عمر يې له ښځو څخه په وېره كې تېرېږي.

د فلم ديالوګونه هم د بازاري او كوڅه ګشتو خلكو په لهجه ترتيب شوي او د هند په جنوب كې د ((تامل ناډو)) ايالت د خلكو د ژوند انځور وړاندې كوي، خو د دغه فلم مركزي كركټر (( جكي شروف)) بيا ځانته د فلم په كيسه كې دا بهانه لټوي چې دى د ممبۍ اوسېدونكى دى او نه غواړي چې له تامليانو سره راشه درشه وساتي.

 نوموړي تر اوسه په ډيرى فلمونو كې چې د شمالي هند په ژبه او لهجه جوړ شوي، د يو بدمعاش په ډول رولونه تر سره كړي، مګر دا فلم يې بېله كيسه لري او نړيوالو هم ستايلى دى، لنډه دا چې نوموړى فلم په ۲۰۱۲ كې د هندي سينما ښه وضعيت څرګندوي، نو ځكه خو د دغو فلمونو د بريا د جشن تر څنګه د هندي سينما سل كلن جشن هم د لمانځلو چمتووالى نيول شوى دى.

اوسمهال د نړۍ د ټولو هېوادونو سينماګانې له يو لوى رقيب او حريف يعنې د هاليووډ له سينما سره ډګر ته كېوتي او تر اوسه هېڅ سينما هاليووډ ته ځان نه دى رسولى خو په دې لړ كې دمګړۍ باليووډ په هاليووډ پسې په دوهمه درجه ولاړ دى او دا څرګندوي چې هندي سينما څومره پر مختګ كړى دى.

په لومړيو كې چې له هند پرته نورو هېوادونو كوم فلمونه جوړ كړل نو له دې جملې لومړنى فلم ((لومير برادرز)) له پاريس وروسته په هند كې ننداره شو، په دې پسې زياتره هندي لنډكي فلمونه جوړ شول خو دې خبرې زيات بحثونه اوسمهال راوپارول چې په دې لړۍ كې لومړنى او اصلي هندي فلم كوم يو دى.

په اوسني پېر كې خلك دې نتيجې ته رسېدلي چې دا وياړ ((راجاهريش چندرا)) فلم ته بايد وركړل شي، دا فلم د ((دوندريرج)) لخوا چې په ((دادا پالكې)) يې خلك پېژني، جوړ او نندارې ته سل كاله وړاندې كېښودل شو او كيسه يې هم په اسطورو ولاړه د شاهي دربار د يو سړي په ژوند راڅرخي چې ټول عمر يې دروغ نه وي ويلي.

 دا فلم په هند كې د سينما د صنعت اساس ګڼل كېږي او تر اوسه ورته خلك په ارزښت قايل دي ځكه له همدې كبله هندي سينما اوس د نړۍ په غوره سينماګانو كې ولاړه ده.

دا سمه ده چې هاليووډ په نړۍ كې خپل سارى او رقيب نه لري، خو هندي سينما بيا په كال كې ۱۰۰۰ فلمونه جوړ كړي، دا داسې شمېره ده چې هېڅوك به يې ريكارډ مات نه كړاى شي او له دې پلوه هندي سينما تر هاليووډ څو چنده او څو ګامه وړاندې ده.

دا بې ساريتوب د هندي سينمايي كركټرونو له بركته نه دى بلكې دا ښيي چې هندي سينمايي صنعت څومره قوي او په يو كال كې د ۱۰۰۰ فلمونو د توليدولو وړتيا لري.

هندي سينما د قوي فلم جوړوونكو تر څنګه د هندي، تاملي او تلګويي ژبو له پلوه هم غني ده چې د باليووډ او تاليووډ په نومونو شهرت لري، دغه راز نور واړه مركزونه هم په كې شته چې د ماليالمي، بنګالي، مرهټي، كانناډي، بوجپوري، پنجابي او نورو ژبو فلمونه جوړوي او نندارې ته يې وړاندې كوي.

 د هندي سينما د پيل له ورځې دا خبره هم ښكاره وه چې هنديان به په يوه او خاصه ژبه د فلم په جوړولو خوشاله نه شي، كله چې په ۱۹۳۱ كال د ((عالم ارا)) په نامه لومړنى هندي ناطق فلم راووت، نو همدا خبره كېدله، ځكه نو ورپسې جوخت د (( بكتا پراهېلاډا)) او ((كاليداس)) فلمونه په تاملي ژبو جوړ او نندارې ته كېښودل شول.

 عالم ارا فلم ايله څو سندرې لرلې خو كاليداس فلم كې بيا پنځوس سندرې ځاى شوې وې او د دې سبب شوه چې د هندي سينما په ژانر كې د سندرو ځايول رواج او قاعده وګرځېده.

له هغې وروسته كه څه هم هندي سينما د نړيوالو په نظر كې له همدې كبله د اوليت ځاى نه دى نيولى، خو دننه په هند او نورو هېوادونو كې د باليووډ مينه والو داسې هم نه دي كړي چې د باليووډ پر ځاى د هاليووډ نندارې ته مخه كړي.

په اروپا كې ممكنه ده چې د توان او زياتې بازار موندنې له كبله د امريكا فلمي صنعت خپل مهم ځاى نيولى وي خو دې كار په هندي سينما اثر نه دى غورځولى، ځكه ويل كېږي چې هند دوه مذهبه لري، يو فلم او بل كركټ او  په هيڅ صورت به خپلې دا دواړه نيولې لارې چاته پرېنږدي.

 بله دا چې په هند كې كم مصرفه او په واقعيت ولاړو فلمونو هم اوسمهال ډېره ترقي كړې ده او د ميلو، تخيلي ډرامو، اوږدو او مختلفو فلمونو سره د پرمختګ په يو كتار كې ولاړ دي، دې كار هندي سينما ته د نويو ساګانو اخستلو موقع وركړې او د كوچني رنسانس تحريك يې په كې راپارولى دى، كه څوك وايي چې هاليووډ په اوس وخت كې تر ټولو زياته ګټه كوي نو زه يې  سمه نه بولم، ځكه كه سم قضاوت وكړو نو ګورو چې (( رجني كانت)) په تاملي فلمونو كې په يو فلم ۳۵۰ مليونه هندي كلدارې اخلي او دا ډېره لوړه بيه ده، تاسو فكر وكړئ چې د يو فلم يوازې يو كركټر دومره پيسې اخلي نو ګټه به يې له دې څو چنده زياته وي؟

اوس به هاليووډ ورسره مقايسه كړو، هلته ((ليونارډو ډيكاپريو او جاني ډيپ)) د ۱/۰۴ مليارده هندي كلدارو معادل معاوضه اخلي، دا پېسې د هندي اداكارانو په نسبت ډېرې زياتې دي خو فلمونه يې هم له د ډېرو كمو امكاناتو مګر د قوي فلم جوړونې له كبله هاليووډ سره سيالي كوي.

د boxofficeindia.com ويبپاڼې له مخې په هندي سينما كې تر ټولو بريالى فلم ((تري ايډيټ)) دى چې عامر خان، كرينه كپور او نورو تكړه لوبغاړو په كې رولونه لوبولي او ګټه يې ۲۰/۰۲ مليارده هندي كلدارو ته ورسېده.

ياده ويبپاڼه ليكي چې دا رقم د يو هاليوډي فلم سره په مقايسه كې چې هغه ايله په ۱۹ ورځو كې ۵۴ مليارده هندي كلدارې ګټي ډېر كم دى، بله دا چې په ((تري ايډيټ)) فلم ۳۵۰ مليونه هندي كلدارې لګښت راغلى و، دا بودجه د هاليووډ د يو فلم چې ((اونجرز)) نومېږي  او ۱۱،۴۴ مليارده د هندي كلدارو معادل لګښت پرې راغلى و ډېره كمه ده، نو راځئ چې اوس د دواړو فلمي صنعتونو بودجې او لګښتونه سره وسنجوو.

 ستوري، سوپر سټار او ميګا ستوري

هندي سينما په خپلو مينه والو او خلكو كې ډېر نفوذ پيدا كړى، له همدې كبله ځېنو فلمي ستورو په خلكو كې ځانته د سياسي مقام او نورو برخو كې د لاسته راوړنو هلې ځلې كړې دي.

د دوى له ډلې يو شمېر ستورو مخكې له ټاكنو څخه، په ځينو خيريه كارونو كې نوم پيدا كړى وي او له همدې كبله د هند پارلمان كې سياسي موقف ته هم رسېږي، په دغسې اداكارانو كې ((شتروګن سنها)) او د تلګويي فلمونو اداكاره ((جيا پردا )) د مثال په توګه يادولى شو، دوى دواړه اوس مهال د هند په پارلمان كې د خلكو په رايه فعاليت كوي.

 دغه راز د تامل ناډو ايالت اوسنى والي ((جي جايالايتا)) د تاملي فلمونو هيرو و، د اندرا پردېش ايالت د قانون جوړونې د شورا غړى ((چير انجيوي)) هم يو وخت په تلګويي فلمونو كې د ميګا سټار لقب درلود.

د تامل ناډو ايالت په سياسي اوضاع او ډګر كې ډېر كم خلك توانېدلي چې د ((ام. جى، راما چندرن))  مقابله وكړي، هغه په فلمي نړۍ كې د يو پهلوان په توګه ډېر ليدل شوى خو په سياسي ډګر كې هم اوس نه ماتېدونكى پهلوان ګڼل كېږي، نوموړى په ۱۹۷۷ كال د تامل ناډو ايالت د امنيې قومندان دنده هم تر سره كړې ده.

((ان. ټي راما راو)) بيا داسې څوك دى چې نږدې درې لسيزې يې په تاملي فلمونو كې د هندي دېوتاګانو او الهو رول ولوباوه، بالاخره د ده مينه والو ورته د ژوندي ديوتا نوم هم وركړ، د نوموړي محبوبيت دى د درې دورو لپاره د اندرا ايالت د والي په توګه وساته، سبب يې هم دا و چې په خلكو كې يې زيات ګرانښت پيدا كړى و.

په اوسنيو وختونو كې ((رجني كانت)) په تاملي فلمي نړۍ خپل راج كوي او خلك ورته په لوى نوم قايل دي، دى هم د خپل محبوبيت له كبله په سياسي ډګر كې تر ټولو وړاندې تللى شي مګر قصدا دا كار نه كوي، دى په يو فلم كې د اوبو پر ځاى په شيدو لمبول كېږي، په حقيقي ژوند كې يې هم دا حال دى.

 د سويلي هند د خلكو فلمي مينې حتى د هند د شمال اوسېدونكي هم اغېزمن كړي او دې لوري هم د باليووډ ستورو ته په زړونو كې لوړ مقام وركړى دى.

د بېلګې په ډول به اميتاب بچن راواخلو، دى په ۷۰ او ۸۰ كلونو كې د هندي سينما ډېر غوسه ناك او جګړه مار لوبغاړى و، د ۱۹۸۴ كال په ايالتي انتخاباتو كې دى تر ټولو په زياتو رايو پارلمان ته ولاړ، مګر ډېر ژر يې له سياست سره مخه ښه وكړه.

نوموړى اوس ۷۱ كلن او د هندي سينما په ډېرو زړو ستورو كې راځي، خو بيا يې هم محبوبيت په هماغه اندازه دى، په ۲۰۰۰ كال يې يوه داسې ټلويزوني خپرونه ((كان بنې ګا كروړ پتي)) په خپل كوربه توب پيل كړه چې په هندي ټلويزوني خپرونو كې يې انقلاب راپورته كړ.

په اويايمو كلونو كې د اميتاب بچن په راتګ سره د هندي سينما د ښځينه لوبغاړو نزول هم يوه مسئله وه خو په دې سربېره د نننيو پرله پسې برياو په ترڅ كې ويديا بالن په خپلو ((ډرټي پكچر۲۰۱۱ او كهاني ۲۰۱۲)) فلمونو دا هيلې بيا راژوندۍ كړې چې هندي سينما د يو طلايي دور په لور روانه ده.

 د هندي صامتو فلمونو په دوره كې، د مشهورو ستورو له ډلې ((سولوچانا)) او ((پټنس كوپر)) هغه نومونه دي چې په ناطقو فلمونو كې هم ښه ځلېدلي، د دوى ((دويكا راني)) ناطق فلم د فلمي نړۍ د لومړنۍ جايزې (( دادا صاحب پالكې)) ګټونكى و چې دا ورته ستر وياړ دى، خو د دې برعكس له ۱۹۶۰ كال وروسته د ښځينه اداكارانو تشه ډېر احساسېدله او سينما هم ترې ډېره متاثره شوه، خو په دغو وختونو كې د ښځينه لوبغاړو مقام تر چا كم نه و، ځكه يو خو دوى په سينما كې كمې وې، بل دا چې كردار يې د ستاينې وړ و.

له ۱۹۴۰ څخه تر ۱۹۵۰ پورې ((سوريا)) د هندي سينما تكړه لوبغاړى و، خو ((نرګس)) د قدرتي استعداد او ښكلا له پلوه، د وروستيو څو كلونو ښځينه اداكارانو په نسبت ډېره مشهوره وه.

په هندي سينما كې يو ستر خصوصيت دا دى چې ښځينه اداكارانې د نارينه و په نسبت په نورو ژبو هم ښه كار كولى شي، ځكه خو هغه اداكارانې چې د هند په جنوب كې په تاملي فلمونو كې ښه ځلېږي، د هند شمال ته رااستول كېږي او په فلمونو كې كار كوي.

له دې ډلې د ((وجنتي مالا)) نوم اخستلى شو چې په تاملي فلمونو كې تر ټولو تكړه نڅاګره وه، خو اوس د تاليووډ پر ځاى په باليووډ كې كار كوي، دغه راز ((هېمامالني)) هم يوه تاملۍ اداكاره وه چې په ۷۰ او ۸۰ كلونو كې يې هندي سينما كې په خپل كردار انقلاب راووست او له خپلې مورنۍ تاملي ژبې ډېره لرې پاتې شوه، دا اوس هم په هندي ژبه خبرې كوي.

 سري ديوي، چې تر ډېرو زمانو به يې خلك له ياده ونه باسي، هم د تاملي، تلګويي او مليالمي فلمونو د نجلۍ په توګه له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ پورې، د تر ټولو ښكلې، بااستعداده اداكارې او نڅاګرې په توګه راج كړى دى.

فلمي كورنۍ او خاندانونه

په هندي ټولنه كې  د كورنيو او نسبونو د ټيټوالي او جګوالي نظريه هغه څه دي چې فلمي كورنۍ يې هم له شره خلاصون نه لري، هغه داسې چې د باليووډي سينما د تاريخ په اوږدو كې يوازې كپور خاندان د نړۍ په كچه شهرت لري او دا هر څه يې په ميراث ورپاتې دي، تاسې وګورۍ چې د يوې كورنۍ دوه كسان، كرينا كپور او رنبيركپور ((د پرېتوي راجكپور لمسيان دي چې د ناطقو او صامتو فلمونو ستر كركټر ګڼل كېده)) په هندي سينما كې تر ټولو زيات محبوبيت لري.

 د پريتوري راج كپور زامن، راج كپور، شمي كپور او ششي كپور هغه څوك دي چې د ډايركټرۍ، اداكارۍ او پروډيوسرۍ په ميدان راجاګان وو او د خپل وخت مهم فلمي ستوري هم ګڼل كېدل، دا خو لا پريده چې راج كپور بيا خپل درېواړه زامن اداكارۍ ته راوويستل خو رشي كپور بيا په ((بابي)) فلم كې په ۱۹۷۳ كال ستر نوم پيدا كړ.

شمي كپور ولاړ او له يوې اداكارې (( ګيتا بالي)) سره يې واده وكړ، د ششي كپور مېرمن ((جينفركندل)) هم يوه اداكاره وه، دغه راز رشي كپور له يوې ښكلې ستورې (( نيتو سنګ)) سره واده وكړ، د دوى مشر ورور  رندهير كپور، له يوې بلې اداكارې ((بابيتا)) سره واده وكړ چې اوس يې دوه لوڼې ((كرينا كپور او كرشمه كپور)) له دغې كورنۍ څخه د لومړنيو نجونو په توګه پر فلمي نړۍ راج كوي.

 بله دا چې پريتوي راج كپور او راج كپور په خپلو وختونو كې تر ټولو ستره جايزه (( دادا صاحب پالكې)) تر لاسه كړې او دا يې د هنر ښه ثبوت دى.

 راج كپور په ۱۹۷۱ كال د (( كل، اج اور كل)) فلم په پرده له خپل پلار او زوى سره راښكاره شو، په دې فلم كې كيسه د يو نيكه، زوى او لمسي د ژوند په حالاتو راڅرخېدله او كركټرونه هم ورته د رښتيني ژوند د نيكه، زوى او لمسي ټاكل شوي وو.

له نړيوال فلمي صنعت سره سيالي

د دې دومره هڅو باوجود چې هندي سينما تر اوسه په نړيوال ستندرد كوم امتياز او جايزه نه ده اخستې يو لامل يې دا دى چې هندي سينما كافي اندازه بودجه نه لري او او نه هم د هاليووډ په څېر كوم داخلي او د سيمې په كچه بازار لري.

بل مهم علت يې دا دى چې هندي فلمونه د كميت له لحاظه ډېر او په  وړو موضوعاتو جوړېږي چې دا بيا د سويډن، فرانسې او ايټاليا د فلمي صنعت په پرتله د كيسې له پلوه كم مينه وال او نندارچيان پيدا كوي، خو دا په دې معنا هم نه ده چې ګواكې هندي سينما په نړيواله كچه خپل ارزښت او بازار له لاسه وركړى دى.

په ۱۹۴۶ كال ((نيچا نګر)) فلم چې چتن انند جوړ كړ، د خانانو او فيوډالانو د ظلمونو كيسه كوي، د دې فلم كيسه نوې وه نو ځكه يې په فرانسه كې د نړۍ په كچه د (( كانز)) جايزه واخسته

 په هندي سينما كې نوى انقلاب له ۱۹۵۰ وروسته راغى، ويل كېږي په دې كلونو كې هندي سينما طلايي دور ته ننوتې او تر ټولو په لومړي صف كې ولاړه وه، درې بعدي فلم (( اپو)) چې ساتيا جيتراى په بنګالي ژبه جوړ كړى و، د نړۍ سينما ګانې يې ولړزولې، دې فلم د ((زرين زمري)) نړيواله جايزه په ((ونز)) فيستيوال كې تر لاسه كړه او په دې پسې د ګرودت او راج كپور فلمونو نړيوال شهرت وموند.

له ۶۰ مې لسيزې وروسته، هندي سينما لوړې ژورې نه لرلې بلكې موازي روانه وه، دا د راى، مرينال سن، ريتك ګاتك، شيام بنيګال، ادور ګوپالاكريشن او جى اراويناندان وختونه وو او سينمايي چارې د همدې كسانو په لاس كې وې، دې خلكو د خپل رقابت له كبله په سياسي او ټولنيزو موضوعاتو له واقعيته ډك فلمونه رامنځته كړل او فلمي نړۍ يې د نړيوال او كورني نقد جوګه كړه، په دې كې ډېر فلمونه ښه ارزيابي شول خو ځېنې يې ناكام و ارزول شول، خو په فلمي نړۍ كې د واقعيت پر موضوع د فلمونو دا څپه په ۱۹۹۰ كال د ساحل په سينه ويده شوه او بيا يې چا نوم وانخست.

 كه څه هم اوسمهال هندي سينما د هاليووډ محبوبيت يو څه تر اغېز او رعب لاندې راوستې، ځېنې خلك انتقاد كوي چې هندي سينما د داخلي بازار پيداكولو تر څنګه د خارجي بازار لپاره كومه خاصه پاملرنه نه ده كړې.

خو د دې انتقادونو په اړه چې ولې د هند خارجي بازار ته پاملرنه نه كيږي لاندې ټكي بايد ځواب شي:

 ايا هندي سينما به دا وكړي چې د داخلي مينه والو په نسبت خارجيانو ته زياته مخه واړوي؟ او په دوى سترګې پټې كړي؟

 ايا موږ خپل روماني، ملي او د موسيقۍ په سر او تال سمبال فلمونه د نورو نړيوالو د غوښتنو قرباني كړو؟

 دغه راز بايد پوښتنه وشي چې نړيوال كه قصدا د هندي سينما په مقبوليت سترګې پټوي او په دې سره هنديانو ته اندېښنې راپورته كوي، كه په نړيوالو فيستيوالونو كې په هنديانو فانتازۍ كوي او يا يې بيخي ورسره د بيګانه و سلوك نه كوي نو بيا هم ايا دا سمه ده چې موږ په داسې هندي فلمونو لاس پورې كړو چې زموږ د ټولنې ترجماني او څرګندوي نه كوي؟

 دا خبره اثبات ته رسېدلې چې كه د درېمې نړۍ فلمونه، د خپلې ټولنې په لږكيو خوشبخته كسانو تمركز ونه كړي نو نړيوال ليدونكي له لاسه وركوي، تر اوسه يوازې درې هندي فلمونه (( مادر انډيا ۱۹۵۷، سلام ممبۍ ۱۹۸۸ او لګان ۲۰۰۱)) د اسكار جايزې لپاره نومول شوي، له دې ډلې ((سلام ممبۍ)) د كانز فستيوال غوره جايزه لاسته راوړه په داسې حال كې چې درې واړه فلمونه ډېر ستايل شوي هم دي، خو پوښتنه دا ده چې دا فلمونه د كومې خوبۍ له كبله اسكار ته ونومول شول او ولې په (( ستيا جيټ راى)) فلم كې د هندوستان د غربت په موضوع تنقيدونه وشول؟

 اوس مهال تر ټولو مهمه خبره دا كېږي، چې كه په هندي فلمونو لګښت زيات او بازار هم ورته پيدا شي نو نړيوال ليدونكي به پيدا كړي، خو زه وايم ايا هندي سينما د خلكو له نظره بيخي لويدلې ده كه څنګه؟ بلكې داسې نه ده، هندي سينما اوس هم خپل مينه وال په كافي اندازه زيات كړي دي.

 تاسو وګورئ د باليووډ پاچا شاهرخ خان اوس مهال د نړۍ په كچه شهرت لري، د ده يو فلم چې (( مايي نيم از خان)) نوميږي او په ۲۰۱۰ كال نندارې ته كېښودل شو، په ټوله نړۍ كې مينه والو وليد، دغه راز يې په هند او اسيا كې هم تر ټولو زيات خلك د سينما په پرده ننداره كوي او ستاينه يې كوي.

هغه څه چې (( په هندي سينما كې د نوې څپې)) په نامه يادېږي او هيلې ورپورې تړلي، امكان لري چې د نوي پړاو په پيلولو به بازار او نړيوالو فستيوالونو كې به ليدونكي او ارزوونكي ګوته په غاښ كړي.

له ډېرو كلونو وروسته هندي سينما ته په نه پاملرنې سربېره هم په ۲۰۱۲ كال د كانز په فستيوال كې ((مس لولي)) فلم چې اشيم اهلوالي جوړ كړى و، ((پدلرز)) چې واسان بالا او (( كلپنا)) چې د ۱۹۴۸ كال محصول و، نندارې ته ونومول شول، خو د دوى تر څنګه هندي ((واسيپور او  دار و دسته)) فلمونه چې انوراګ كاشياپ جوړ كړي وو ننداره شول.

دا په هندي سينما كې هغه مثبت ټكي دي چې د ورځپاڼه ليكونكو، فلم جوړوونكو او سينمايي كارپوهانو پام يې ځانته راواړاوه، خو په هر صورت د نړيوالو غوښتنې كه موږ عملي كړو او يا يې په معيار سم ځاى ونه نيسو، نو بيا هم هندي فلمونه د هنديانو د تفكر او فرهنګ هغه بې بديله ټولنيزه، تاريخي او سياسي خزانه ده چې تر عمرونو به خلك ګټه ترې پورته كوي.

د نوې ډيلي يو ورځپاڼه ليكونكى