د ټاکنو بدناموونکي د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي

د افغانستان په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دولت جوړوونکې ټاکیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، هغه تش په نامه اپوزیسیون، چې د ټاکنو بهیر بدناموي، په اصل کې د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي.
نوموړي دغه څرګندونې کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال کړي او دا یې هم ویلي، چې که د رایو د تفتیش پروسه په سمه توګه مخ ته تللې وای، نو ښایي دوی ۵۵ سلنه رایې خپلې کړې وې.
صالح په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې ځنیو سیاسي اشخاصو په لوی لاسه د تاکنو ملي پروسې د مخنیوي هڅه کوله، چې په خبره دغه چاره د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای یو فورمول وو.