د ټاکنو خپلواک کمېسیون: د ولس اصولي پوښتنې ځوابول زموږ مسئولیت دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې سوله ییز اعتراضونه د ولس اساسي حقونه ګڼل کیږي؛ خو دغه کمېسیون هم مقرراتو او طرزالعملونو په رڼا کې د خلکو له پاکو رایو څخه دفاع ته ژمن دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا د دوی وظیفوي مسئولیت دی چې د ولس اصولي پوښتنو ته ځواب ووایي.