د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د ګډون اټکلیز شمېر خپور کړ

تېره شپه د ټاکنو د رایې اچونې د بهیر له پای ته رسېدو وروسته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې اچونې نیمو مرکزونو کې د خلکو د ګډون اټکلیز شمېر خپور کړ. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د رایې اچونې له ۲۵۷۹ مرکزونو څخه د رایه ورکوونکو شمېر ۱۵۱۹۹۸ وګړو ګډون ښودل شوی دی. د ټاکنو کمېسیون زیاتوي، چې یاد شمېر اټکلیز دی او د ټیلیفون له لارې د مرکزونو له مسؤولینو اخیستل شوی دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د نن ورځې تر پایه به په افغانستان کې د ټولو مرکزونو د رایې ورکوونکو شمېر معلوم او له خلکو سره شریک کړي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ یو شمېر سیاسي کارپوهانو په ټاکنو د خلکو د ګډون کمښت په ټاکنو نه باور او امنیتي ګواښونه ګڼلي وو؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وایي، چې د سږ کال ولسمشریزي ټاکنې د تېرو اتلسو کلونو په پرتله شفافې او د ګډونوالو شمېر بې ساری دی.