د ټاکنو درغلګرڅه شول؟

لیکنه: ارشاد رغاند

د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړي پړاو له ترسره کیدو څخه وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسون د یوه برخه کارکوونکو په ګډون د ځینو نوماندانو پلویان په دې تورن شول،چې د رایه اچونې پرورځ یې په بېلا،بېلو خپلسرو او سیستماتیکو بڼو درغلۍ کړي دي.

دا ادعاوې ځکه وشوې،چې پردغه ورځ د هېواد په یو شمېرسیمو کې د رایه اچونې مرکزونو ته رای پاڼې ناوخته ورسیدې،په ځینو کې د یوه ډله خلکو لخوا د څوځلې رایه کارونې خبرونه ورکړل شول او وروسته د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې خپلواکو کمیسونونو زرګونه رایې په دې دلیل باطلې او قرنطین اعلان کړې،چې جعلي او غیرواقعي دي.

د ټاکنیزو کمیسونونو دغه کار،چې د قانون او خلکو د غوښتنې مطابق وشو،په دویم پړاو ټاکنو او نورو راتلونکو ټاکنیزو پروسو کې د شفافیت رامنځته کولو په هدف یو ښه ګام و.

خو څه چې خلک اعتراض پرې لري،تراوسه پورې په دغو درغلیو کې د ککړو اشخاصو،ډلو او پلانونو نه څېړل او نه تعقیبول یې دي.

په دې درغلیو کې د لاس لرلو تور د یو شمېرنوماندانو د پلویانو او ټاکنیزو ټیمونو ترڅنګ د ټاکنود خپلواک کمیسون پرځینو کارکوونکو او یوه ډله حکومتي چارواکو هم پورې دی.

له ټاکنیزو کمیسونونو څخه د قانون او خلکو توقع دا وه او ده،چې باید د نورو مسولو مراجعو په مرسته د درغلیو او ټاکنیزو سرغړونو عاملان که هرڅوک وي،معلوم،افشا او د قانون مطابق په جرئت سره مجازات کړي.

خو د ټاکنیزو کمیسونونو له عمله ښکاري،چې دوی په دغه بڼه د خپل مسولیت سرته رسولو ته ژمن نه دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون،چې ځینې کارکوونکي یې په یو شمېرسیمو کې درغلیو ته په فرصت برابرولو او حتی په ټولنیزو شبکو کې د خپروشویو ویډیوګانو له مخې مشخصو نوماندانو ته د رای پاڼو په ډکولو کې ښکېل ول،یوازې دا ویلي چې خپل دا ډول کارکوونکي یې له دندو لرې کړي دي.

د کمیسون دا خبره کیدای شي ریښتیا او عملي شوې وي،خوخلک ډېرباورځکه پرې نه شي کولای،چې دوی دا مسله یوازې په الفاظو کې اوریدلې او په عمل کې د دغه اقدام د ترسره کیدو شاهدان نه دي.

د ټاکنو د ملي بهیرله پیله یوه مهمه ژمنه،چې د ټاکنو خپلواک کمیسون له خلکو سره کړې وه دا وه،چې د دوی د هرې ورځې کار،د هغې بڼه،عملي کیدل،ستونزې او پایلې به د ورځې په پای کې د رسنیو له لارې له ولس سره شریکیږي.

دا ژمنه چې تریوه حده عملي هم شوه،د ولس او ټاکنو خپلواک کمیسون ترمنځ یې د باور فضا په جوړولو او دوام کې مهم نقش درلود او لا یې لرلای شي.

خو لیدل کیږي،چې په وروستیو کې د ټاکنو له خپلواک کمیسون څخه دغه ژمنه هېره شوې او په ځینو مهمو برخو لکه همدا په درغلیو کې د خپلو تورنو کارکوونکو په اړه یې عملي کړې نه ده.

د افغانستان په حساس سیاسي او تاریخي حالت کې چې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته غځیدلي،ترهرڅه مهمه غوښتنه چې مخکښو نوماندانو او ولس مطرح کړې،د دغه پړاو د امنیتي خوندیتوب ترڅنګ د درغلیزو هڅو د جدي مخنیوي هڅې دي.

د ټاکنیزو کمیسونونو مسولیت په دې برخه کې خورا جدي ځکه دی،چې که دوی له خپله اړخه د درغلیو خلاف لازم ګامونه وانخلي،په دویم پړاو ټاکنو کې به پرې د خلکو او نوماندانو باور او اعتماد کمزوری وي.

که خدای مه کړه د ټاکنیزو کمیسونونو په اړه ولس کم باوره او زړه نازړه شي،د دې اندیښنه شته چې په دویم پړاو ټاکنو کې به د خلکو د ګډون کچه هم کمه شي.

دا کاربه د ټاکنو پرپروسې نورې منفي اغېزې ولري،چې ښه ده له اوسه یې د رامنځته کیدو مخه په کلکه ونیول شي.

د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې خپلواک کمیسونونه،چې ترډېره حده یې د خپلو کارونو په اړه تراوسه د ولس ملاتړ حاصل کړی،باید دې حساسو ټکو ته پاملرنه ولري.

دواړه کمیسونونه دې په همغږۍ سره د ټاکنیزو کارکوونکو،درغلګرو نوماندانو،د هغو د پلویانو،خپلسرو او سیستماتیکو درغلیو او نورو داسې جدي سرغړونو خلاف په جرئت،وضاحت او صداقت سره اقدام وکړي.

که داسې ونه شي،سرله اوسه به په دویم پړاو ټاکنو کې د درغلیو لپاره ځینې کړۍ د چمتووالي نیولو جرئت پیدا کړي..