د ټاکنو د خپلواک کميسیون د دارالانشا مشر له دندې گوښه کړای شو

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کميسيون له کمیشنرانو او د ملگرو ملتونو ادارې د همکارانو په گډې ناستې کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر امام محمد ايمان وریماچ له دندې لرې کړ.

دغه غونډه د نړيوالې ټولنې له لوري د ټاکنو له بهیر سره د ملاتړ په موخه نن له غرمې مخکې په ولسمشر ماڼۍ کې د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه.

ولسمشر په دغې ناستې کې وويل، چې «هېواد مو داسې کاري ټيم ته اړتیا لري، چې خپل مسووليت په سمه توگه وپېژني، د دغې ادارې ټول مسوولين خپل کار سرته ورسوي او په هېواد کې د ټاکنو بهير په برياليتوب سره تر سره کړي.»

ولسمشر ټينگار وکړ، چې هېڅ چارواکی د ټاکنو په پروسې کې د لاسوهنې حق نه لري او ډاډ يې ورکړ، چې حکومت به د ټاکنو د خپلواک کميسيون مالي سرچينې او امنيت ته لومړيتوب ورکړي او په دې اړه يې هر ډول بې پرواهي او ناغېړي نه جبرانېدونکې وبلله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي، چې د نړيوالې ټولنې همکارانو ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو بهير سره به هر ډول مالي، بشري او تخنیکي مرستې وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د امام محمد وریماچ د گوښه کولو لامل نه دی په ډاگه کړی، خو د ټاکنو د خپلواک کميسيون ځينو سرچينو ويلي، چې ولسمشر غني د وریماچ له فعاليتونو خوښ نه و، په دغې ناستې کې يې پر هغه توندې نيوکې وکړې او له هغه يې غوښتنه وکړه، چې خپله دنده پرېږدي.

سرچينې وويل: «ولسمشر د ټاکنو د خپلواک کميسیون د دارالانشا رییس په دندې کې په ناغېړۍ، فساد او له دندې په ناوړې گټې اخيستو تورن کړ.»

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې ولسمشر غني به د محمد وریماچ پر ځای څوک پر دغې دندې وټاکي.