د ټاکنو د لومړنیو پایلو په نه اعلان د اروپايي ټولنې اندېښنه

اروپايي ټولنې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر ځنډ اندېښنه ښودلې او کابل کې ددغې ټولنې سفیر پیري مایدون ویلي نړیواله ټولنه هیله لري، ترڅو نږدې وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د اروپایي ټولنې سفیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دوه میاشتو په تیرېدو سره اوس هم د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې ندي اعلان شوي او نه هم د اعلان لپاره یې کومه مشخصه نیټه په ډاګه شوې.

پیرې مایدون زیاته کړې که یوه ورځ هم د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ راځي نو دا د ډیمو کراسۍ لپاره یو لوی چلنج رامنځه ته کولای شي.

((( که د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ راځي نو دا افغانستان کې د ډیمو کراسۍ پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده، نو د همدې له امله که د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان کوم اعتراض لري نو ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته دې مستند اسناد وسپاري ترڅو ددوی شکایتونه وڅېړل شي)))

د یادونې وړه ده چې تېره اونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ کابل کې د خبري ناستې پر مهال وویل ترڅو چې، پاتې اوو ولایتونو کې د جنجالي رایو بیا شمېرنه ترسره نه شي نو لومړنۍ پایلې نشي اعلانولای.