د ټاکنو له پروسې د هېواد د بایسکېل ځغلوونکو د ملي فدراسیون ملاتړ

نن یکشنبه لسګونه بایسکېل ځغلوونکي د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته راغلي وو، چې د دغه بنسټ کار او فعالیتونه یې وستایل او د ولسمشریزو ټاکنو د پر وخت او بریالیو ترسره کولو له امله یې د کمیسیون ملاتړ اعلان کړ.

د یاد فدراسیون د بایسکېل ځغلونې د ټيم رئیس ښاغلي محمد حسین حمیدي د ملي پروسو، په ځانګړي ډول د ټاکنو، ملاتړ اړین وباله او زیاته یې کړه:« دا ځوانان له بېلابېلو ولایتونو راغلي دي چې د ټاکنو بریالي ترسره کېدل وستايي.» نوموړي د ټاکنو پر وخت ترسره کېدل د خلکو او نړیوالې ټولنې د باور ترلاسه کولو لپاره اړین وبلل.

د کمیسیون غړي او منشي ښاغلي مسافر قوقندي د بایسکېل ځغلوونکو د راتګ او ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه:« ستاسو، د ټولنې د نورو قشرونو او اړوندو بنسټونو ملاتړ د کمیسیون قدرت زیاتوي.»

ښاغلي قوقندي چې د کمیسیون په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل:« ستاسو ځوانانو او نورو رایه ورکوونکو د هرې رایې دفاع او ساتنه کوو.»