د ټاکنو مهنډسي که د خپر ونو مهنډسي؟

لیکنه: ویښ افغان

د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو له پیلیدو سره جوخت یو شمیر رسنیو ورسره د (مهنډسي) کلمه هم عامه کړه. دغه کلمه به د ټاکنو د لومړي پړاو په وخت کې هم کله کله د احتیاط لپاره کاریدله، د احتیاط لپاره مې ځکه وویل چې ځینو رسنیو دغه کلمه ځکه کاروله چې که په لومړي پړاو ټاکنو کې یې د کاندید رایې کمې وي نو د (مهنډسي) کلمه به د ټوپک په څیر د هغه په سیال پسې راواخلي. خو هغه وخت د ټاکنو کمیسیونونو محافظه کاري وکړه ډیری رایې یې باطلې نه کړې، د (مهنډسي) کلمه هم ورسره ورکه شوه. په دوهم پړاو ټاکنو کې چې کله څرګنده شوه چې د ځینو رسنیو د خوښې د نوماند رایې ډیرې کمې دي نو د (مهنډسي) کلمه یو ځل بیا په رسنیو کې تاوراتاو شوه. ددوی چې څنګه خوښه وه دغه کلمه یې پر هغو ور تاوان کړه. خو که ښه ځیر شو او پخپله د ځینو رسنیو کار په دقت وارزوو څرګنده به شي چې ټاکنې نه بلکې د همدغو رسنیو خبرونه او خپرونې مهنډسي کیږي. ځیني غرضي رسنۍ خپل خبرونه هسې نه رااخلي لکه څنګه چې دي بلکې داسې یې خپروي لکه څنګه چې دوی غواړي. زه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره تاسې د نن یا سبا ماښام د افغان تلویزیونونو خبرونو ته رابولم، تاسې به وګورئ او واورئ چې څنګه یو خبر یوه رسنۍ یو ډول او بله رسنۍ بل ډول رااخلي او پر موږ یې قبلوي. یو څو کوچني کوچني مثالونه به یې زه هم درکړم: د افغانستان د مشرانو جرګې له تالاره مې د دوو تلویزیونونو یو خبر واورید. خو دې خبر له یوبله له ریښې څخه توپیر درلود. په خورشید تلویزیون کې یې وویل چې د مشرانو جرګې غړو د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې په پراخو درغلیو سختې نیوکې وکړې او د ټاکنو د کمیسیونونو له کارونو څخه یې سخته نارضایتي څرګنده کړه. دوی د هغو سناتورانو یوازې هغه خبرې رااخیستې وې چې ددوی خوښې وې. خو همدا خبر کابل نیوز تلویزیون په بې پلوي سره خپور کړ د دغه تلویزیون په خبر کې د خورشید تلویزیون خوښې شوې خبرې هم وې او د همدې خبرو مخالفې خبرې هم رااخیستل شوې وې چې خورشید پرې سترګې پټې کړې وې. زه چې اوس هر خبر په خورشید، طلوع، نور، یک او فردا تلویزیونونو کې واورم بیرته هماغه خبر په ځینو نسبتآ بې طرفه تلویزیونونو کې ګورم راته معلومه شي چې همدې تلویزیونونو څومره هماغه خبر په اصطلاح (مهنډسي) کړی دی. زموږ دغه په اصطلاح ازادې رسنۍ کله کله بیا یوازې هغه خبرونه رااخلي چې ددوی خوښ وي پر نورو بیا سترګې پټې کړي. مثلآ: همدغو غرضي رسنیو د ټاکنو په ورځ سروبي ته د رایپاڼو د لیږد په اړه د ښاغلي امرخیل او جنرال ظاهر ترمنځ د یوې کوچنۍ شخړې خبر په ډیر اب وتاب خپور کړ او آن ځینې خو یې تصویرونه اوس هم خپروي، خو همدې رسنیو د سروبي د خلکو مظاهره چې پر سبا یې د رای پاڼو د نه رسیدو په اعترض کې وکړه هیڅ خپور نه کړ. دغه خبر یوازې سبا، شمشاد او څو نورو بې طرفه تلویزیونونو خپور کړ. خو طلوع، لمر، یک، فردا، نور او خورشید ددغو مظاهرو خبر خپور نه کړ. همدا پرون د ننګرهار خلکو د عبدالله د پلویانو له خوا د افغان ولسمشر عکس ته د سپکاوي په غبرګون کې مظاهرې وکړې، خو طلوع چې له ننګرهاره د یوې عادي امنیتي پیښې په اړه خبر خپروي خپور نه کړ. دغه خبر یوازې اریانا او څو نورو نسبتآ بې طرفه تلویزیونونو خپور کړ. زموږ ځینې رسنۍ خبرونه داسې (مهنډسي) کوي ته به وایي کوم چا فرمایش ورکړی دی او ددوی په اصطلاح همدا خبر یې سپانسر کړی دی. لیرې نه ځو د طلوع تلویزیون د تیرې شپې خبر رااخلو. دغه رپوټ د ټاکنو د اوږد بهیر له امله په راولاړو شویو اقتصادي ستونزو جوړ شوی و، په رپوټ کې کسانو یوازې د ټاکنو په کمیسیونونو نیوکې لرلې. نه یوازې مرکه کوونکو ته همدا په خوله کې ورکړل شوي و بلکې راپورتر هم یوازې د ټاکنو دواړه خپلواک کمیسیونونه ملامتول. خو دې ته یې پام نه و چې که د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون نیوکه کوي خیر په هر صورت خو د ټاکنیزو شکایتونو پر خپلواک کمیسیون نیوکه څه معنا؟ ځکه تر اوسه خو لا ددغه کمیسیون د کار پایلې نه دي څرګندې نو هغوی څه ملامت دي. له دې ښکاري چې چا ورته ویلي چې ګوره پام دې وي چې دواړه کمیسیونونه ملامت کړې، ځکه چې یوې ټاکنیزې ډلې ورسره پریکون اعلان کړی دی. د افغانستان ځینې تړلې رسنۍ خپلې سیاسي خپرونې هم همدا ډول (مهنډسي) کوي. د بحث میزونو ته هغه کسان رابولي چې ددوی خوښ وي او ددوی په ګټه خبرې کوي، آن کله کله خو ددغو تلویزیونونو ویندویان هم طرف واقع شي. تاسې به د خورشید، طلوع، میترا او نور نطاقان لیدلي وي چې له خپلو میلمنو سره په جنګ وي. دغه رسنۍ کله کله د یوې ټاکنیزې ډلې د رهبري غړي د سیاسي یا انتخاباتي چارو د کارپوه په توګه معرفي کوي او د هغه خبرې د یوه بې طرفه کارپوه په توګه رااخلي، مثلآ طلوع او ځینې نور تلویزیونونه د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین د دفتر د نظارت د برخې مسوول فضل احمد معنوي هر وخت د انتخاباتي چارو د کار پوه په توګه معرفي کوي ، هغه هم ټولې خبرې د خپل ټاکنیز کمپاین په ګټه کوي خلک فکر کوي لکه چې رښتیا هم همداسې ده. دغه راز دوی ځیني غرضي کسان د ټاکنو د کارپوهانو په توګه غږوي، لکه عزیز لودین، معنوي، ضیا رفعت، باریکزی دغه کسان د مخه د ټاکنو د کمیسیونونو مسوولین یا مهم غړي وو چې پخپلو کارونو کې ناکام وو دوی چې اوس د ټاکنو په اړه خبرې کوي معلومه ده چې هغه به ښې نه ارزوي خو ځینې رسنۍ دوی د همدې مقصد لپاره را غواړي. په هر صورت زموږ ځینې رسنۍ کوښښ کوي ځان بې طرفه وښيي خو په همدې بې طرفۍ کې په خلکو زهر خوري، همدا اوس زموږ ځینې رسنۍ لګیا دي د څو تنو قانون ماتوونکو په خوښه خلک له بحرانه ویروي، د خلکو په منځ کې ویره خوروي او د یوې ډلې په ګټه کار کوي، هیله لرو زموږ رسنۍ د ژورنالیزم اصول په پام کې ونیسي او د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم خپلې خپرونې عیارې کړي.